د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک:د ټاکنو درشل کې د چمتال او چهاربولک ځينې سيمې په لوی لاس نا امنه کېږي

خلک:د ټاکنو درشل کې د چمتال او چهاربولک ځينې سيمې په لوی لاس نا امنه کېږي

Apr 16, 2018 - 18:12

مزارشريف(پژواک،۲۷وری۹۷): د بلخ د چمتال او چهاربولک ولسواليو اوسېدونکي ادعا کوي چې د ټاکنو په درشل کې يې سيمې په لوی لاس نا امنه کېږي.

دوی وايي چې په مزارشريف ښار کې د رايې ورکولو په موخه د نوم ليکنې پروسې پيل کېدو په درشل کې يې په کليو کې وسله وال طالبان پيدا شول او سيمه ييزو پوليسو خپلې پوستې پرېښودې.

د ولايتي شورا ځينې غړي هم دې حالت ته د شک په سترګه ګوري خو امنيتي مسوولين وايي چې د لا ښې دفاع لپاره يې په ځينو سيمو کې شاتګ کړی دی.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي تاج الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر ځل يې سيمې د ټاکنو په درشل کې نا امنه کېږي.

نوموړي وايي، دغه کار ورسره په لوی لاس کېږي چې د سيمې خلک د ناامنۍ له وېرې په ټاکنو کې له برخې اخيستو پاتې شي.

هغه وويل: ((يو ناڅاپه وسله وال طالبان پيدا شول، پوليسو ورته پوستې پرېښودې، همداسې يې نه دي پرې ايښي، ورته هدايت شوی دی. دا هر څه د همدې لپاره کېږي،  چې د ټاکنو سايټونو نا امنه کېدو ته زمينه برابره شي او څوک خپله رايه ونه شي کارولی.))

بلخوا د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې له تېرو څو ورځو يې ډېر کلي  چې څو ورځې وړاندې امن و، اوس د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې په سيمه کې د روانې جګړې له امله عامو خلکو ته زيانونه اوړي، خو نوره کومه پايله نه لري.

نوموړي زياته کړه، عام خلک له دواړو لوريو له ستونزو سره مخ دي چې د جګړې له امله يې کورونه وران شوي دي.

د هغه په وينا، امنيتي مسوولينو لا هم د سيمې د امنيت لپاره عمليات نه دي پيل کړي.

بلخوا د ولايتي شورا غړى ذبيح الله کاکړ هم دغه حالت ته د شک په نظر ګوري.

نوموړي پژواک سره په خبرو کې وويل، په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو په ګډون نورې نظامي لواګانې هم شته؛ خو بيا هم ځينې محدود کلي له وسله والو طالبانو نه شي پاکېدای!

هغه زياته کړه: ((په شته نظامي قوت کې د څو محدودو کليو نا امنه کېدل خپله پوښتنې راولاړوي.))

نوموړي جدي غوښتنه وکړه چې بايد امنيتي ځواکونه د سيمې د امنيت په موخه جدي اقدامات وکړي.

خو امنيتي مسوولين وايي چې دوی د سيمې د امنيت لپاره جدي هڅې کوي.

د بلخ د امنيې قومانداني وياند شېرجان دوراني وويل چې په ځينو سيمو کې د لا ښې دفاع په موخه شاتګ شوی دی.

نوموړي په لوی لاس د سيمې د نا امنه کېدو ادعا د رد کولو تر څنګ زياته کړه، امنيتي پوستو ته هدايت ورکړل شوی چې ځينې پوستې پرېږدي او د نوور کليو پوستې قوي کړي.

هغه ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به سيمې بېرته له وسله والو طالبانو څخه پاکې شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement