ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک:د ټاکنو درشل کې د چمتال او چهاربولک ځينې سيمې په لوی لاس نا امنه کېږي

خلک:د ټاکنو درشل کې د چمتال او چهاربولک ځينې سيمې په لوی لاس نا امنه کېږي

author avatar
16 Apr 2018 - 18:12
خلک:د ټاکنو درشل کې د چمتال او چهاربولک ځينې سيمې په لوی لاس نا امنه کېږي
author avatar
16 Apr 2018 - 18:12

مزارشريف(پژواک،۲۷وری۹۷): د بلخ د چمتال او چهاربولک ولسواليو اوسېدونکي ادعا کوي چې د ټاکنو په درشل کې يې سيمې په لوی لاس نا امنه کېږي.

دوی وايي چې په مزارشريف ښار کې د رايې ورکولو په موخه د نوم ليکنې پروسې پيل کېدو په درشل کې يې په کليو کې وسله وال طالبان پيدا شول او سيمه ييزو پوليسو خپلې پوستې پرېښودې.

د ولايتي شورا ځينې غړي هم دې حالت ته د شک په سترګه ګوري خو امنيتي مسوولين وايي چې د لا ښې دفاع لپاره يې په ځينو سيمو کې شاتګ کړی دی.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي تاج الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر ځل يې سيمې د ټاکنو په درشل کې نا امنه کېږي.

نوموړي وايي، دغه کار ورسره په لوی لاس کېږي چې د سيمې خلک د ناامنۍ له وېرې په ټاکنو کې له برخې اخيستو پاتې شي.

هغه وويل: ((يو ناڅاپه وسله وال طالبان پيدا شول، پوليسو ورته پوستې پرېښودې، همداسې يې نه دي پرې ايښي، ورته هدايت شوی دی. دا هر څه د همدې لپاره کېږي،  چې د ټاکنو سايټونو نا امنه کېدو ته زمينه برابره شي او څوک خپله رايه ونه شي کارولی.))

بلخوا د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې له تېرو څو ورځو يې ډېر کلي  چې څو ورځې وړاندې امن و، اوس د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې په سيمه کې د روانې جګړې له امله عامو خلکو ته زيانونه اوړي، خو نوره کومه پايله نه لري.

نوموړي زياته کړه، عام خلک له دواړو لوريو له ستونزو سره مخ دي چې د جګړې له امله يې کورونه وران شوي دي.

د هغه په وينا، امنيتي مسوولينو لا هم د سيمې د امنيت لپاره عمليات نه دي پيل کړي.

بلخوا د ولايتي شورا غړى ذبيح الله کاکړ هم دغه حالت ته د شک په نظر ګوري.

نوموړي پژواک سره په خبرو کې وويل، په بلخ ولايت کې د شاهين قول اردو په ګډون نورې نظامي لواګانې هم شته؛ خو بيا هم ځينې محدود کلي له وسله والو طالبانو نه شي پاکېدای!

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.