ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند سيند ٤٠ سلنه اوبه نيمروز  ته ورکول کيږي

د هلمند سيند ٤٠ سلنه اوبه نيمروز ته ورکول کيږي

author avatar
16 Apr 2018 - 15:57
د هلمند سيند ٤٠ سلنه اوبه نيمروز  ته ورکول کيږي
author avatar
16 Apr 2018 - 15:57

لښګرګاه(پژواک، ۲۷ وری۹۷):د هلمند او نيمروز ولايتونو چارواکو پرېکړه وکړه چې د کجکي سيند ٤٠ سلنه اوبه به نيمروز ولايت ته ورکول شي.

له تېرو څو اوونيو راهيسې د نيمروز ولايت اوسېدونکي وايي چې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او د دې ستونزې د حل په موخه يې لاريونونه او نور مدني حرکتونه هم وکړل.

د يادې ستونزې د حل په موخه د وري په ٢٧مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې غونډه جوړه شوې وه چې په کې د هلمند او نيمروز ولايتونو د واليانو ترڅنګ د اوبو او برېښنا وزير هم برخه درلوده.

د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې تر دې وروسته به د يوې مودې لپاره د هلمند د سيند ٤٠ سلنه اوبه نيمروز ولايت ته ورکول شي.

ده زياته کړه: (( د هلمند په سيند کې د نيمروز خلک ٢٠ سلنه حق لري، خو دا چې هلته ستونزې ډېرې دي نو د دواړو ولايتونو حکومتي چارواکو او قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې ٤٠ سلنه اوبه دې نيمروز ته تر هغه ورکول شي، ترڅو دغه ستونزه هواره شي نور دې بيا خپله اندازه اوبه ورکول شي.))

دغه راز د نيمروز والي محمد سميع وويل چې دغه ولايت به د لنډې مودې لپاره له دغه شان ستونزو سره مخ وي.

هغه وويل چې د کمال خان بند د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې په بشپړېدو سره به يې نور د نيمروز خلک له دغه ډول ستونزو سره نه مخ کيږي.

محمد سميع دا هم وويل: (( ١١ ورځې مخې کومې اوبه چې د هلمند له سيند څخه موږ ته پرېښودل شوي تراوسه نه دي را رسېدلي، ځکه مقدار يې کم دى او په لاره کې ضايعات هم لري، نو که دا اوبه ډېرې شي او يو ځل نيمروز ته ورسيږي نور دې بيا ٢٠ سلنه راپرېږدي مشکل نشته دى.))

دغه راز د نيمروز د ولايتي شورا رييس بازمحمد ناصري وويل چې دغه اوبه دوى د څښاک لپاره غواړي، ځکه انسانان او حيوانات د اوبو د نشتون له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د غونډې په پاى کې د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني وويل چې که دغه اوبه په سمه توګه مديريت شي نو دواړو ولايتونو ته بسنه کوي.

عثماني وويل چې د دواړو ولايتونو د چارواکو له يادې پرېکړې څخه کلک ملاتړ کوي.

د يادونې ده چې له کلونو راهيسې د نيمروز ولايت اوسېدونکي د اوبو له کمښت  سره مخ دي، خو تر اوسه دې ستونزې ته د حل بنسټيز لار نه ده پيدا شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.