د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" د پاکستان لومړي وزير، د کندهار د امنيې قوماندان د لرې کېدو غوښتنه کړې"

" د پاکستان لومړي وزير، د کندهار د امنيې قوماندان د لرې کېدو غوښتنه کړې"

Apr 16, 2018 - 18:58

 کابل(پژواک،۲۷وری۹۷): د ولسي جرګې ځينې غړي د غزني د امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې پر څرګندولو سربېره ادعا وکړه چې د پاکستان لومړي وزير د کندهار د امنيې قوماندان د لرې کېدو غوښتنه کړې، خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه خبرې ردوي.

په ولسي جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي ابدالله محمدي د جرګې په نننۍ ناسته کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي لس ورځې مخکني سفر ته په اشارې سره وويل:" پاکستان هېڅکله ښه کار نه دی کړی او موږ بايد له دوی څخه د ښه کار تمه ونه لرو، عباسي له افغان حکومت څخه ځينې نا روا غوښتنې کړې چې د نوموړي دغه غوښتنې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده."

هغه د عباسي د نورو غوښتنو په اړه د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې د عباسي يوه غوښتنه دا وه چې د کندهار امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق دې له دندې څخه لرې کړای شي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې شکيبا هاشمي هم ادعا وکړه چې عباسي پر ځينو نورو غوښتنو سربېره، د جنرال عبدالرازق د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړې جنرال عبدالرازق يو زړور،زيار کښ او د پاکستان دښمن وباله او زياته يې کړه:"  جنرال رازق په سپين بولدک کې پاکستان ته ماتې ورکړه او اوس غواړي چې هغه له دندې څخه ګوښه کړي څو خپلو موخو ته ورسېږي."

د ولسي جرګې د خلکو دواړو استازو د افغان حکومت له مشرانو وغوښتل چې د پاکستان پر دوکو ونه غولېږي او د پاکستان د خوشحالۍ لپاره دې جنرال رازق له دندې نه لرې کوي، ځکه د کندهار د امنيت تامين لپاره د هغه شتون ګټور دى.

د ولسي جرګې يو شمېر نورو استازو هم ورته نظر درلود.

د ولسي جرګې رييس په دې اړه وويل:" جنرال عبدالرازق يو زړور جنرال دی، پاکستان له دې امله چې هغه په کندهار کې يوه اغيزناکه څېره ده،له دندې څخه يې د نوموړي د لرې کېدو غوښتنه کړې، ځکه هغوی جنرال رازق ښه پېژني."

نوموړي د حکومت له مشرانو وغوښتل چې د کندهار امنيې قوماندان دې تقدير کړي، ځکه هغه د پاکستان د ناوړه پروګرامونو مخه نيولې ده.

ابراهيمي په کونړ او ننګرهار کې له ډيورنډفرضي کرښې سره نږدې ولسواليو کې د پاکستاني ځواکونو هوايي او توغندويي بريدونو ته اشاره وکړه او هغه يې پر افغانستان ښکاره تېری وباله او ويې ويل چې د حکومت مشران دې د پاکستان پر دوکو  نه غولېږي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستان لومړي وزير داسې غوښتنه نه ده کړې.

هغه زياته کړه:" د پاکستان د لومړي وزير په سفر کې، دوه اړخيزه خبرې او د هغه هوکړه ليک لاسليکېدل و چې له جزيياتو سره شريک شوي دي."

نوموړي د ولسي جرګې  غړو ته په خطاب کې وويل:" له دوستانو څخه زموږ غوښتنه داده چې لومړی دې خپل معلومات بشپړ کړي او وروسته دې نظر ورکړي."

نوموړي زياته کړه چې د چارواکو ګومارل او له دندو لرې کول د افغانستان کورنۍ موضوع ده او په دې کار کې هېڅوک د لاسوهنې حق نه لري.

د غزني د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عبدالقيوم سجادي د جرګې په نننۍ ناسته کې د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په غزني کې د امنيتي چارواکو د غفلت په پايله کې، خواجه عمري چې ددغه ولايت مهمه ولسوالي ده، طالبانو ونيوله او طالبانو ته ددولتي ځواکونو ډېر تجهيزات هم لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو څلور ورځې وړاندې د لنډ وخت لپاره د خواجه عمري ولسوالي ونيوله.

هغه سربېره پردې چې د غزني امنيتي وضعيت يې نازک وباله، زياته يې کړه:" د وسله والو مخالفينو له خوا د غزني ولايت او ولسواليو د سقوط جدي خطر موجود دی او که جدي تدابير ونه نيول شي، غزنی به د کندوز له برخليک سره مخ شي."

په ولسي جرګه کې د غزني بل استازي علي اخلاقي هم ورته نظر درلود او ويې ويل:"په غزني کې نا امني د زياتېدو په حال کې ده او د دښمن خوځښتونه ډېر شوي، غزني د سقوط له خطر سره مخ دی."

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې غزني کې دې د امنيت په موخه چاڼيز عمليات ترسره کړي، امنيتي ځواکونو ته دې لازمې وسلې او تجهيزات ورکړي او د مرکز او ولسواليو په لارو کې دې امنيتي پوستې جوړې کړي.

ده وويل، اوسمهال په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونه په زړو وسلو سره د امنيت پر ټينګښت  بوخت دي او تشکيلات يې هم د ګاونډيو ولايتونو په پرتله کم دي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د غزني د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه په ډاګه کړه او امنيتي چارواکو ته په خطاب کې يې وويل:"جدي تدابير دي ونيسي څو د غزني ولايت د سقوط خطر له منځه ولاړ شي."

نوموړي د ولسي جرګې د امنيتي چارو کمېسيون ته دنده وسپارله چې د غزني د امنيتي وضعيت په اړه دې، امنيتي چارواکي استجواب کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement