ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان خلکو د هلمنديانو د سوله ييز حرکت په ملاتړ د تحصن خېمه ودروله

د پروان خلکو د هلمنديانو د سوله ييز حرکت په ملاتړ د تحصن خېمه ودروله

author avatar
16 Apr 2018 - 10:23
د پروان خلکو د هلمنديانو د سوله ييز حرکت په ملاتړ د تحصن خېمه ودروله
author avatar
16 Apr 2018 - 10:23

چاريکار (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧): د پروان ولايت يو شمېر مدني فعالانو د تحصن خېمې په درولو سره د هلمنديانو له سوله ييز حرکته د ملاتړ اعلان وکړ او په هېواد کې يې د اوربند غوښتنه وکړه.

د هېواد په سوېل لوېديځ کې د نا امن ولايت هلمند ګڼو اوسېدونکو د روان کال د وري په پنځمه نېټه د تحصن خېمې په درولو سره له دولت او وسله والو مخالفينو وغوښتل چې سوله وکړي.

د هلمند د خلکو تحصن لا هم ادامه لري، د بېلابېلو ولايتونو خلکو له دغه سوله غوښتونکي حرکت څخه ملاتړ کړى دى.

پرون هم د پروان ولايت يو شمېر مدني فعالانو چې د ((موږ سوله غواړو، سوله غوښتنه د انساني معنويت معراج طلبي ده، په سوله کې د خداى پاک رضا نغښتې)) شعارونه ورکول او د ګل غونډۍ لمنه کې يې د سولې خېمې په درولو سره له دغه حرکته ملاتړ وکړ.

د محمد صابر فهيم په نامه مدني فعال چې د نورو په استازولۍ يې خبرې کولې، له افغان حکومت، د دولت له وسله والو مخالفينو او امريکا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دې جګړه ودروي.

هغه زياته کړه: ((خلک له جګړې ستړي شوي، ښکېلې ډلې دې سوله وکړي.))

د تحصن يوې ګډونوالې خالدې وويل: ((زموږ حرکت د هلمند د مدني خوځښت لړۍ ده، موږ هم سوله غواړو، تر څو چې جګړه پاى ته ونه رسول شي، زموږ د تحصن خېمه به ولاړه وي او خپل سوله ييز حرکت ته دوام ورکوو.))

پنځه کلن محمد يوسف چې له خپلې مور سميرا سره د تحصن خېمه ته راغلى و، په ماشومانه ژبه يې د جګړې ښکېل اړخونه مخاطب کړل او ویې ويل: ((سوله غواړو، جګړه بس ده.))

يو شمېر نورو ګډونوالو هم چې د ښځو او نجونو شمېر په کې زيات و، له نړيوالې ټولنې او د افغانستان له ملاتړو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د تامين لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.