د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل ډېری پوهنتونونو کې له درس سره د محصلينو لېوالتيا کمه شوې ده

د کابل ډېری پوهنتونونو کې له درس سره د محصلينو لېوالتيا کمه شوې ده

Apr 16, 2018 - 18:32

کابل (پژواک، ٢٧ورى ٩٧): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د کابل پوهنتونونو کې له هرو پنځو محصلينو درې یې عمدتاً د ځينو لاملونو لکه د تدريس ميتود او د کار موندنې په اړه د ناهيلۍ په سبب د تحصيلي دورې پر مهال له زده کړو سره لېوالتيا نه لري.

له هرو لسو کسانو څخه چې په تحصيلي دوره کې يې له درسونو سره لېوالتيا کمه شوې، شپږو تنو يې د تدريس د روش نيمګړتيا، درېيو تنو راتلونکي کې له کاري فرصتونو د ناهيلۍ او پاتې نورو بيا نور لاملونه له درسونو د خپل زړه مات والي لاملونه بللي دي.

د دغو موندنو پر بنسټ، د هغو محصلينو شمېر چې له پوهنتون سره يې لېوالتيا کمېږي، په دولتي پوهنتونونو کې د خصوصي هغو په پرتله درې سلنه زيات دي، په همدې ډول د هلکانو تر منځ بيا دغه موضوع د ښځو په پرتله دوه سلنه زياته ده.

د يادو موندنو پر بنسټ، په دولتي پوهنتونونو کې تر ډېره د تدريس مروج ميتود او په خصوصي پوهنتونونو کې بيا د کار موندنې په اړه ناهيلي د محصلينو د زړه مات والي سبب شوې ده.

بشپړ راپور

پژواک خبري اژانس د روان کال د وري مياشتې له لومړۍ نېټې نه د همدې مياشتې تر اتلسمې نېټې پورې په کابل کې د يو شمېر خصوصي او دولتي پوهنتونونو د څلورم ټولګي له سلو محصلينو او همدارنګه د يادو پوهنتونونو له وروستيو فارغينو سره خبرې اترې وکړې.

د کابل ولايت له دولتي پوهنتونونو (طبي پوهنتون، پوليتخنيک، د استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون او غضنفر) او له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو (ابن سينا، کاتب، اريانا، استقلال، باختر، خاتم النبيين، رابعه بلخي، رڼا، فانوس، غالب، ګوهرشاد، کاردان او مشعل) په دې ډله کې شامل دي.

د پوښتل شوو له ډلې ٤١ سلنه محصلين نجونې او ښځې دي او ٥٦ سلنه نور په دولتي پوهنتونونو پورې اړه لري چې په تصادفي ډول غوره شوي دي.

له درس سره د لېوالتيا کموالی

د نظر پوښتنې پايلې څرګندوي چې له نيمايي زيات محصلين ورځ تر بلې د خپل درس په تړاو په داسې حال کې بې علاقې شوي چې د درسونو په اړه د محصلينو لېوالتيا څلوېښت سلنه زياته شوې ده.

د کاپل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اووم سمستر محصل او يوه پوښتل شوي محمد مبين وويل چې له درس او د بېلابېلو مسايلو په اړه د هغه د پوهېدو لېوالتيا ورځ تر بلې زياته شوې، په شخصيت کې يې د تېرو درېيو کلونو په پرتله مثبت بدلون راغلى او د خپل راتلونکي په اړه خوشبين دى.

د هغه په خبره، د کابل په پوهنتونونو کې په پوهنځي کې د درس تر څنګ، په وړيا کورسونو کې په بېلابېلو برخو لکه رهبري، پروپوزل ليکنه او نورو کې د مهارتونو پياوړتيا لپاره زمينه مساعده شوې چې دې چارې له پوهنتون سره د ده لېوالتيا زياته کړې ده.

خو اکثره محصلين بيا د محمد مبين د نظر مخالفت دي.

ليمه افشيد چې په ١٣٩٦ کال کې د کابل پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي فارغه شوې، وويل چې پوهنتون ته لار موندنه يې خپلو موخو ته د رسېدو يواځېنۍ لار ګڼله، خو دغه اکاډميک ماحول ته له تګ وروسته يې له پوهنتون سره لېوالتيا ورځ تر بلې کمېده.

هغې زياته کړه: " لومړى او دويم کال ښه و. لا هم د دې هيله او انګېزه وه، خو له درېيم کال وروسته هېڅ پاتې نه شول. ټول پر دې باور وو چې د پوهنتون په درس سره چېرته نه رسېږو، ذهن مو له دې ډک و چې کله کاري ساحې ته ولاړ شو، نو د شپې له خوا کرښه پر کرښه ياد کړي چيپټرونه به موږ ته څه راکړي؛ ځکه چې اکثره درسي مواد له کاره لوېدلي، زاړه او په ننني نړيوال بازار کې ناچله دي. "

د لېوالتيا کمېدو لاملونه

د هرو لسو تنو له ډلې چې په تحصيلي دوره کې يې له درسونو سره لېوالتيا کمه شوې، شپږ يې د تدريس روش د نيمګړتياوو، درې د کار په اړه د ناهيلۍ او پاتې نور، نور لاملونه د خپل زړه مات والي لاملونه ګڼي.

له درسي مېتوده د زړه ماتو پوښتل شوو محصلينو له ډلې ١١ سلنه وو (شپږ تنه) متفرق نظرونه ورکړي. هر يوه يې بېلابېل لاملونه، لکه د دولتي پوهنتونونو په پرتله د خصوصي پوهنتونونو د اهميت کم والى، د خصوصي پوهنتونونو تجارتي کېدل، له رشتې سره د لېوالتيا نشتوالى، اقتصادي ستونزې، د نا امنۍ زياتوالى او کلتوري ستونزې له درس سره د لېوالتيا نشتوالي ستونزې بللې دي.

د يوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اووم سمستر محصلې فريحې وويل چې د کلتوري ستونزو په سبب يې له پوهنتون سره لېوالتيا کمه شوې ده؛ ځکه چې ځيني خلک پوهنتون ته د تلونکو نجونو په اړه منفي ليد لري.

نوموړې چې نه يې غوښتل د خپل تحصيل اړوند پوهنتون نوم دې په راپور کې ياد شي، وويل: "هلکان په بېلابېلو نومونو نجونو ته سپکاوى کوي، په ګڼو حالاتو کې حتى يو شمېر خلک وايي چې کله نجلۍ پوهنتون ته ولاړه، له نامحرمو کسانو سره خبرې کوي او بايد لاس ترې و مينځل شي؛ ځکه چې نور يې خپله سپېڅلتيا بايللې ده. "

له تدريسي مېتوده شکايت

ليمه افشيد چې تېر کال د کابل پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغه شوې، يوه له هغو کسانو ده چې درسي مېتود د هغې د لېوالتيا کمېدو لامل بولي او وايي: "د پوهنتون فضا زما فکري تحول کې ٩٠ سلنه ونډه درلوده، خو د پوهنتون درسونو پرې اغېز نه دى کړى. "

هغې زياته کړه: "د لېوالتيا نشتوالي لامل ښايي نا معياري تدريسي روش، د استاد او محصل تر منځ د ارباب – مريي سيستم حاکميت، په ټوله کې د درسي منځپانګې ټيټوالى او د درسي نظام نيمګړتيا د اوسني محصل اړتياوې نه شي ځوابولى. "

نوموړې په پوهنتون کې د عملي کارونو له نشتوالي هم شکايت وکړ او زياته يې کړه چې يو شمېر درسي کتابونه زاړه دي او په نننۍ نړۍ کې په درد نه خوري.

ليمې د بېلګې په ډول وويل، په ژورنالېزم پوهنځي کې يې د (تخنيک مطبوعات) په نامه مضمون لوست، په يوه سمستر کې يې يوازې د کوتنبرک (د چاپ ماشين مخترع) د کار طريقه زده کړه، په داسې حال کې چې نن هر شى ډيجټلي شوي دي.

په يوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د اووم سمسټر محصل چې نه يې غوښتل د اړوند پوهنتون نوم واخلي، وويل: "ګن شمېر استادان مو تبديل شول، نوي استادان د تدريس له نوي مېتود سره زموږ د زړه ماتوالي سبب شوي دي."

د هغه په خبره، د دوى ځيني درسي مواد او انټرنېټي سايټونه کاپي شوي دي، په درسونو کې تنوع نشته، تدريس تر ډېره پورې په نظري بڼه دى، عملي کارونه ډېر کم دي او ګروپي کارونو ته هم ډېره کمه زمينه مساعده ده.

د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد عبدالقهار جواد هم وويل چې که څه هم د استادانو تدريسي مواد تر ډېره پورې د لوړو زده کړو وزارت له لوري کنټرولېږي، خو لا هم د هېواد په ځينو پوهنتونونو کې له کاره لوېدلي او زاړه مواد تدريسېږي، د تدريس مېتود او د درسي موادو نصاب هر يو کولى شي چې د زده کوونکي پر لېوالتيا اغېز ولري.

نوموړي دغه راز وويل چې د دولتي پوهنتونونو د کانکور سيستم پچې اچونې ته ورته دی؛ ځکه هر داوطلب کس د پنځو څانګو د انتخاب حق لري، خو ډېری داوطلبان لومړۍ او دويمې انتخاب شوې څانګې ته لار نه پيدا کوي چې دا خپله له درسونو سره د محصلانو د لېوالتيا د کمېدو لامل کېدای شي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې تدريس بايد محصل محوري وي، د کانکور ازموينه دې په دوو بېلابېلو برخو (ټولنيز او طبيعي علومو) کې واخیستل شي، زياته يې کړه چې د ټولنيزو او طبيعي علومو بېلول محصل ته چانس ورکوي چې د خپلې خوښې څانګې ته لاره پيدا کړي.

نوموړي دغه راز ټينګار وکړ چې په خصوصي پوهنتونونو کې محصلينو ته د انګېزې ورکولو لپاره بايد د سمستر ازموينې په لا ډېر جديت سره واخيستل شي او د خصوصي پوهنتونونو باور لوړ کړی شي.

د لوړو زده کړو وزارت وياندې عارفې پيکار د تدريس له طريقې د محصلينو د شکايت په اړه وويل چې پخوا د استادانو او درسي موادو کمښت پر درس د استاد د پوره حاکميت لامل کېده چې محصل يې زړه توری کاوه.

د هغه په وينا، اوسمهال د تدريس طريقه داسې ده چې استاد او محصل دواړه په محوريت کې ځای لري، خو هڅې روانې دي څو تدريس په بشپړه توګه محصل محوره شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، څلور مياشتې کېږي چې د کريډېټ پر سيستم د تطبيق د څرنګوالي د بيا کتنې له مخې کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به دغه ټولې ستونزې حل شي.

کار ته نه هيله مندي

د مشعل خصوصي پوهنتون د انجنيری پوهنځي د اووم سمستر محصلې مريم وويل چې له درس څخه د دې د زړه تورېدو لامل دا دی چې د ډېری محصلينو لپاره تر فراغت وروسته د کار پيدا کېدل سخت دي؛ ځکه د نوموړې په وينا په ګومارنو کې تر ډېره روابطو ته ارزښت ورکول کېږي او سربېره پر دې، هغه ادارې چې روابطو ته ارزښت نه ورکوي، د کاري تجربې غوښتنه کوي خو بیا هغه کسان چې له پوهنتون څخه فارغېږي، کاري تجربه نه لري.

د نوموړې په وينا، په هېواد کې د نا امنيو تر څنګ دغه ستونزه د دې لامل شوې چې په وروستيو کلونو کې ډېر شمېر تحصيل کړي ځوانان له هېواده بهر ځي.

عبدالقهار جواد هم وويل چې د افغانستان ګونګه فضا، وزګارتیا او د نا امنۍ ډېرېدل، د محصلينو د نهيلۍ او وار خطايۍ لامل کېدای شي او حکومت بايد د دې ستونزو د حل لپاره عملي پروګرامونه ولري.

د لوړو زده کړو وزارت وياند وويل چې دغه وزارت بېلابېلو ادارو ته د محصلينو د ور معرفي کېدو له لارې د هغوی لپاره د کاري زده کړو پروګرامونه په پام کې لري، څو له پوهنتونه تر فارغېدو مخکې کاري تجربه هم ترلاسه کړي.

حکومت له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو اترو لپاره د هڅو تر څنګ اعلان کړی چې د امنيت د تامين او کاري فرصتونو رامنځته کېدو پروګرامونه هم تر لاس لاندې لري.

د ښځو، نارینه و او پوهنتونونو په توپیر د زړه توروالي کچه

د ښځو په پرتله له خپلو درسونو سره د سړيو د لېوالتيا کمېدو کچه ډېره ده او له درسونو سره د خصوصي پوهنتونونو د محصلينو په پرتله د دولتي پوهنتونونو د محصلينو لېوالتيا هم يو څه ډېره ده.

د پژواک موندنې ښيي چې له هرو لسو نارينه محصلينو څخه شپږو، خو له هرو لسو ښځينه محصلينو، پنځو یې ويلي چې په پوهنتون کې د شاملېدو د وخت په پرتله يې په لوړو ټولګيو کې له خپلو درسونونو سره لېوالتيا کمه شوې ده.

د کاتب خصوصي پوهنتون د معالجوي طب د پنځم سمستر محصل احمد علي اقبال چې پخوا يې د کابل پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې هم درس ويلی، وويل چې د دولتي پوهنتونونو په پرتله په خصوصي پوهنتونونو کې له محصلينو سره د استادانو چلند او د تدريس طريقه ښه دي.

هغه زياته کړه: "ما څه وخت مخکې د کابل په طبي پوهنتون کې يوه سروې ترسره کړه او محصلينو د استادانو له چلند څخه ډېر شکايت در لود، ويل يې چې استاد له محصل سره د دښمن په شان چلند کوي او هېڅ د محصل په کيسه کې نه دی، خو په خصوصي پوهنتونونو کې هماغه استادان له موږ سره ډېر ښه او دوستانه چلند کوي چې زه خپله د دې شاهد يم."

د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي استاد عبدالقهار جواد وويل چې په خصوصي پوهنتونونو کې له درسه د زړه تورو محصلينو د سلنې د کموالي يو لامل دا دی چې د دغو پوهنتونونو استادان ډېره هڅه کوي چې محصلين د دوی د تدريس له طريقې څخه شکايت ونه کړي؛ ځکه پوهېږي چې که محصل يې د تدريس له طريقې څخه شکايت وکړي، دنده له لاسه ورکوي.

خو د نوموړي په وينا، د دولتي پوهنتونونو استادانو دندې خوندي دي او ان ولسمشر يې هم له کوم موجه دليل پرته له دندې نه شي لرې کولای.

هغه زياته کړه: "نو ښکاره ده چې په دولتي پوهنتونونو کې د محصل په پرتله د تدريس پر طريقې د استاد حاکميت ډېر وي چې دا خپله له درس څخه د محصل د زړه تورېدا لامل ګرځي."

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مشر ډاکتر شفيع نعيمي هم وويل چې خصوصي سکتور تر ډېره مشتري محوره دی، هڅه کوي چې خپل مشتريان خوښ وساتي او له مخې یې په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلينو رضايت په لومړيتوب کې ځای لري.

د لوړو زده کړو وزارت وياندې عارفې پيکار، په دې اړه ځينې ستونزې ومنلې، خو ويې ويل چې د لوړو زده کړو وزارت پر داسې پروګرامونو کار کوي چې له مخې يې هم په دولتي او هم په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلينو درسي انګېزه ډېره شي او ټول استادان خپل تدريس د محصلينو له خوښې سره سم برابر کړي.

په پوهنتونونو کې د زړه تورېدو لاملونو توپير

فروزان چې تېر کال د کابل پوهنتون له روان شناسي پوهنځي فارغه شوې، وويل: "د کابل پوهنتون مشهور دی او سند يې باوري دی او دا يوه هيله ده، خو که د کابل پوهنتون د درس له پلوه له ځينو خصوصي پوهنتونونو سره پرتله کړو، وينو چې د کابل پوهنتون په پرتله په ځينو خصوصي پوهنتونونو کې درسونه ډېر ښه دي."

محمد الهام قيس چې په ۱۳۹۶ کال کې د رڼا خصوصي پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فارغ شوی، د دغه پوهنتون له تدريس څخه خوښ دی، خو ويې ويل چې د محصلينو لپاره په ادارو کې د ګومارنې او کار پيدا کولو لپاره لازم پلانونه نه لري.

هغه دغه راز وويل چې ده له خپلو درسونو سره ځکه چندان لېوالتيا نه درلوده چې په ګومارنو کې د خصوصي پوهنتونونو په پرتله د دولتي پوهنتونونو اسنادو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي.

خو د خصوصي پوهنتونونو ټولنې مشر وويل چې د خصوصي پوهنتونونو اسناد ارزښت لري، خو دا چې خصوصي پوهنتونونه په افغانستان کې نوې تجربه ده، ښايي ځيني محصلين د دغو پوهنتونونو د تحصيلي اسنادو د کم ارزښت والي په اړه اندېښنه ولري.

هغه د کار پيدا کېدو لپاره د محصلينو له نهيلۍ د شکايت په اړه وويل چې دغه ټولنه هڅه کوي چې بېلابېلو موسسو ته د کار زده کړو لپاره د خصوصي پوهنتونونو د محصلينو ور پېژندلو پروګرامونه پراخ کړي.

دغه زار د لوړو زده کړو وزارت وياندې وويل چې په ګومارلو کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د فراغت سندونه توپير نه لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement