ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عربي ټولنه: ترهګري له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري

عربي ټولنه: ترهګري له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري

author avatar
16 Apr 2018 - 14:13
عربي ټولنه: ترهګري له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري
author avatar
16 Apr 2018 - 14:13

کابل (پژواک، ٢٧ ورى ٩٧): د عربي هېوادونو ټولنې (عرب ليګ) د بيت المقدس په اړه په يوه ځانګړې غونډه کې اعلان کړى چې ترهګري له اسلام سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

دعرب ليګ ٢٩مه سرمشريزه غونډه پرون د سعودي عربـستان په ظهران ښار کې ترسره شوه چې په کې د غړو هېوادونو ولسمشرانو، لومړي وزيرانو او نورو لوړو پوړو چارواکو ګډون کړى و.

د سعودي عربـستان د دولتي اژانس (واس) د راپور له مخې، د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز کنفرانس ته په خپله وينا کې ويلي چې دوى د امريکا هغه پرېکړه نه مني چې بيت المقدس يې د اسرايلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړى و.

امريکا څو مياشتې مخکې ويلي وو چې ډېر بيت المقدس د اسرايلو پلازمېنه ده او ډېر ژر به خپل سفارت بيت المقدس ته ولېږدوي.

د سعودي باچا وويل چې دوى د امريکا دغه پرېکړه نه مني او له فلسطين سره خپل يووالى او خواخوږي اعلانوي.

نوموړي د عربي هېوادونو په چارو کې د ايران لاسوهنې په کلکه وغندلې او له فلسطين سره يې د ٢٠٠ ميليونه ډالره مرستې اعلان هم وکړ.

د ياد کنفرانس په پاى کې يوه اعلاميه هم خپره شوې چې په کې هر ډول ترهګري په کلکه غندل شوې ده.

په اعلاميه کې دغه راز د هغو هېوادونو او ډلو هڅې هم غندل شوې چې ترهګري له اسلام سره تړاو ورکوي او زياته کړې یې ده چې ترهګري له اسلام سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

سرچينې زياته کړې چې ايران له ترهګرو سره مرسته او همکاري کوي او له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي چې پر ايران نور بنديزونه هم ولګوي.

 

د عرب ليګ ټولنې په اعلاميه کې راغلي چې به د ترهګرو، د هغوى د ملاتړ او همکارانو د له منځه وړو لپاره هر ډول اقدامات ترسره کوي.

سرچينې زياته کړې: ((ترهګري هېڅ دين، مذهب، هېواد او شناخت نه لري، نړيواله ټولنه بايد ترهګري تعريف کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.