جلال اباد (پژواک، ۲۷ وری ۹۷): د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو د چپرهار ولسوالۍ د يوې لېسې مدير وژلی دی.
د معلوماتو له مخې، ياد کس پرون ماښام په جلال اباد ښار کې د وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول حضرت محمد اصف شينواري د وري په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو بېګا ماښام د چپرهار ولسوالۍ د ډاکو لېسې مدير وژلی دی.
هغه وايي، عبداللطيف خان د جلال اباد ښار د بيز اکمالاتي سيمه کې ماښام جومات ته د لمانځه لپاره تللی و چې د مخ پټو وسله والو له لوري ووژل شو.
د مدير عبداللطيف د کورنۍ يوه غړي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته ويلي چې هغه له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهېږي چې ولې وژل شوی دی.
خو له امنيتي ارګانونو يې غوښتنه وکړه چې د نوموړي قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
دا په يوه ورځ کې په ننګرهار کې دويمه امنيتي پېښه وه، پرون تر دې څو ساعته وړاندې غرمه مهال د ننګرهار پوهنتون درې ساتونکي پوليس هم د مخ پټو وسله والو له لوري ووژل شول.
په دې وروستيو کې د ننګرهار معارف تر جدي امنيتي ګواښ لاندې دى، په تېره يوه اوونۍ کې دوه ښوونځي هم د وسله والو له خوا سوځول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن