د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نېکولسن : هيله ده چې دسولې بهير له کندهاره پيل شي

نېکولسن : هيله ده چې دسولې بهير له کندهاره پيل شي

Apr 16, 2018 - 18:16

کندهار (پژواک، ٢٧ وری ۹۷): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن وايي ، په خپله ډېری وسله وال مخالفین هم سوله غواړي خو د سولې د غږ تر څنګ باید پر هغوی یو لړ فشارونه هم واچول شي.

نوموړي دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې په کندهار ولایت مقام کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د نیکولسن تر څنګ د کورنیو چارو وزیر ویس برمک، د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزي، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شېرزي، د کندهار والي زلمي ویسا، نظامي مسوولینو، د ولایتي شورا غړو او ګڼو مخورو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.

نیکولسن په دې غونډه کې پر درېیو موضوعاتو سولې، ټاکنو او امنیت خبرې وکړې.

هغه زياته کړه : ((ټول افغانان سوله غواړي، نړیواله ټولنه هم سوله غواړي او موږ په دې باور یوو چې دغه بهیر باید له کندهاره پیل شي، ښه خبره دا ده چې ولسمشر غني د سولې په برخه کې یوه ډېره جامع طرحه وړاندې کړې ده.))

د ناټو قوماندان وايي، په خپله ډېری وسله وال مخالفین هم سوله غواړي خو د سولې د غږ تر څنګ باید پر هغوی یو لړ فشارونه هم واچول شي.

د نوموړي په وینا، پر وسله والو دیپلوماتیک، ټولنیز او نظامي فشارونه ډېروي.

نیکولسن د پاکستان نوم واخیست چې پر هغوی به دیپلوماتیک فشار واردوي څو په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.

هغه دغه راز په دې وروستیو کې د کابل پروسې، تاشکند او ځینې نور کنفرانسونه د سولې په برخه کې دیپلوماتیک فشارونه وګڼل.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سولې په هیله پیل شوي پرلتونه پر وسله والو مخالفینو ټولنیز فشارونه دي.

نیکولسن  د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکې ټاکنې هم پر وسله والو مخالفینو ټولنیز فشار وګاڼه.

د ده په وینا، هڅه کوي چې راتلونکې ټاکنې رڼې او په امن کې تر سره شي او بهرني ځواکونه به په دې برخه کې له حکومت او امنیتي ځواکونو سره هر اړخیزې مرستې کوي.

نیکولسن خبرداری ورکړ چې پر وسله والو به نظامي فشار هم روان ساتي او دا به تر هغه وخته روان وي چې وسله وال سولې ته اړ شي.

هغه، دغه څه د دې لپاره وبلل چې حکومت له یوه قوي موقف څخه له وسله والو سره د سولې خبرې وکړي.

نیکولسن له ترهګرۍ سره په جګړه کې د افغانانو قربانۍ د قدر وړ وبللې او ویې ویل چې تاسې د ټول انسانیت په استازولۍ قرباني ورکوئ.

نوموړي ډاډ ورکړ چې هېواد به یې سولې ته د رسېدو په لار کې له افغانستان سره ولاړ وي.

 

د کندهار والي زلمي ویسا په کندهار کې د امنیت، بیارغونې او پرمختیا په برخو کې له شته ستونزو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه.

نوموړي د راتلونکو ټاکنو په ښه تر سره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې خلکو ته به د تذکرو اخیستلو چارې اسانې کړي.

د کندهار د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم وویل، د کندهار شاوخوا ولایتونه ناامن دي او دغه راز له پاکستان سره اوږده پوله لري چې په دې ولایت کې يې د ناامنۍ ګواښ ډېر کړی خو د امنیتي ځواکونو تشکیل او تجهیزات کم دي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې د ټاکنو مرکزونه دې ډېر شي.

د خرقې مطهرې جامع جومات امام محمد حق خطیب وویل سوله باید له کندهاره پيل شي ځکه ډېری مشران یې د دې سیمې دي.

هغه دغه راز د خلکو د روغتیا، پوهنې او بې روزګارۍ پر ستونزو هم خبرې وکړې چې باید دغو برخو کې مرسته وشي.

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک هم وویل چې سوله لومړیتوب دی او په دې برخه کې ولسمشر ښه طرحه وړاندې کړې ده.

هغه وویل د خلکو ستونزې یې یادښت کړي او د حل لپاره به یې له ولسمشر سره شریکې کړي.

ده ومنله چې امنيتي ځواکونه د تجهیزاتو او تشکیل په برخه کې ستونزې لري چې د حل لپاره یې کار کوي.

د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزي وویل، سوله هغه وخت راتلی شي چې کډوال او مدرسې یې له پاکستان څخه خپل هېواد ته را ولېږدول شي.

هغه په دې برخه کې له خلکو د مرستې غوښتنه وکړه څو کډوال وهڅول شي او بېرته خپل هېواد ته را ستانه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement