اسعداباد(پژواک،٢٧ورى٩٧): د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې په کونړ کې د کرکټ د يوې مجهزې اکاډمي د جوړلو ترڅنګ به د دې ولايت د کرکټ لوبغالي ته هم پراختيا ورکړي.
دغه څرګندونې د کرکټ بورډ عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل د وري په ٢٧مه د کونړ په مرکز اسعداباد کې خبريالانو ته وکړې.
مشعل وويل، په پام کې لري چې د روان کال تر پايه په کونړ کې د کرکټ يوه مجهزه اکاډمي جوړه کړي او ترڅنګ يې د کرکټ لوبغالي ته هم پراختيا ورکړي.
هغه زياته کړه: (( ختیځ ولایتونه د کرکټ د پرمختګ په برخه کې د ملا د تیر حیثیت لري، نو له همدې له امله د کرکټ بورډ توجه هم ختیځو ولایتونو ته زیاته ده.))
همدارنګه د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزي وويل چې د کونړ ځوانان له کرکټ سره ډېره مينه لري، نو بايد کار ورته وشي.
هغه وايي: (( کونړ د کرکټ لپاره ډېر مساعد دى، نو تمه ده چې د کونړ ځوانان په کرکټ کې ډېر پرمختګ وکړي.))
دغه راز په دې غونډه کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وويل چې د کرکټ د پراختيا په برخه کې له کرکټ بورډ سره هر راز همکارۍ ته چمتو دى.
د یادونې ده چې یوه نیمه میاشت وړاندې د کونړ د کرکټ په لوبغالي کې د لومړۍ درجې سیالي پیل شوې چې لاهم دوام لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن