ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: فراه کې ٣٧ طالبان وژل شوي

چارواکي: فراه کې ٣٧ طالبان وژل شوي

author avatar
16 Apr 2018 - 09:53
چارواکي: فراه کې ٣٧ طالبان وژل شوي
author avatar
16 Apr 2018 - 09:53

فراه (پژواک، ٢٧ ورى ٩٦): د فراه د والي وياند وايي، د دغه ولايت د مرکز اړوند په "تينګ" سيمه کې د دولتي او بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د والي ویاند ناصر مهري زياتوي چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا يوه بجه په ياده سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته ډله ييز بريد وکړ.

هغه وويل چې له بريد وروسته مرستندوی دولتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل او د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ يې پر طالبانو بريد وکړل.

د مهري په خبره چې په دغو بريدونو کې له وژل شوو ٣٧ وسله والو طالبانو د درېيو مړي د جګړې په سیمه کې پاتې دي.

ده وويل چې په دې نښته کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې د وژل شوو طالبانو کره شمېر ورته معلوم نه دى، خو له وژل شوو کسانو ١٣ د سيمې هغه طالبان دي چې دى يې پېژني.

هغه وايي، د تېرې شپې په جګړه کې د نورو سيمو طالبان هم وژل شوي، خو دى يې د کره شمېر په اړه معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.