ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که پا کستان له خنډ جوړولو لاس وانخلي، له دغه هېواد سره به سوداګري بنده کړو”

“که پا کستان له خنډ جوړولو لاس وانخلي، له دغه هېواد سره به سوداګري بنده کړو”

author avatar
16 Apr 2018 - 19:39
“که پا کستان له خنډ جوړولو لاس وانخلي، له دغه هېواد سره به سوداګري بنده کړو”
author avatar
16 Apr 2018 - 19:39

کابل (پژواک،۲۷وری۹۷): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې پاکستان دغه هېواد ته د افغانستان صادراتي سبو او مېوو د صحي تصديق پاڼې غوښتلو په پلمې سره، د افغانستان د صادراتو مخه نيسي او که دې کار ته دوام ورکړي، افغانستان بايد بالمثل اقدام وکړي.

دغه خونه خبرداری ورکوي چې که د روان کال د غويي مياشتې تر پايه پاکستان ته د افغانستان د صادراتي سبو او مېوو د صحي تصديق پاڼې ستونزه حل نه شي، افغان سوداګر او بزګران به له سترې ستونزې سره مخامخ شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خانجان الکوزي، نن په کابل کې له يو شمېر سوداګرو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې کابو له پنځو مياشتو را په دې خوا پاکستان د افغانستان پر هغو زراعتي محصولاتو چې دغه هېواد ته صادرېږي، ځينې شرطونه وضع کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې له پنځو مياشتو راهيسې، پاکستان خپلې خاورې ته د افغانستان د هغو مېوو او سبو د داخلېدو اجازه نه ورکوي چې باوري  صحي سرټيفيکيټ (تصديق نامه) ونه لري چې په کې د کرنيزې ځمکې د خاورې نوعيت او نور مهم موارد شرحه کېږي.

هغه  د پاکستان د دې پرېکړې له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: "د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د دې وړتيا نه لري چې دا ډول د لوړکيفيت لرونکی سرټيفيکيټ دې جوړ او د مېوو او سبو صادروونکو ته دې ورکړي."

نوموړي وويل چې که پاکستان  د غويي مياشتې تر پاي پورې له خپلې پرېکړې څخه تېر نه شي، د مېوو او سبو په رسېدو سره به افغان سوداګر او بزګران له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

هغه وويل: "پاکستان هڅه کوي چې په بېلا بېلو نومونو سره، د افغاني محصولاتو د صادراتو مخه ونيول شي او په دې توګه زموږ د هېواد خلکو او اقتصاد ته دروند زيان ورسوي."

هغه زياته کړه چې افغانستان په ۱۳۹۶ کال کې ۱.۲ميليون ټنه زراعتي محصولات درلودل چې له ۸۰۰زره ټنه ډېر يې پاکستان ته صادر شوي دي.

د نوموړي په خبره، اوسمهال د تصديق پاڼې نه لرلو له امله نږدې د پاکستان د حکومت له خوا په تورخم کې د افغانستان ۳۰۰۰ټنه پنبه درول شوې ده.

الکوزي، پاکستان د افغانستان ستر سوداګريز شريک وباله او زياته يې کړه: "موږ پردې باور يو چې که افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره دغه ستونزه حل نه کړي، زموږ سوداګر او بڼ وال به له ستو ستونزو سره مخ شي او زيان به وکړي."

هغه وويل چې د پاکستان د حکومت له خوا دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې پاکستاني توکي په login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.