ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د نوم ليکنې مرکزونو کې د خلکو ګډون کمرنګه دى

فارياب کې د نوم ليکنې مرکزونو کې د خلکو ګډون کمرنګه دى

author avatar
16 Apr 2018 - 20:48
فارياب کې د نوم ليکنې مرکزونو کې د خلکو ګډون کمرنګه دى
author avatar
16 Apr 2018 - 20:48

ميمنه (پژواک، ٢٧ورى ٩٧): د فارياب يو شمېر مدني فعالانو او اوسېدونکو د رايې ورکولو لپاره د نوم ليکنې په مرکزونو کې د خلکو تت ګډون په اړه اندېښنه وښوده او وايي چې امنيتي ستونزې، د وکيلانو له خوا د عوامو تېراېستنه او پر تذکرو مهر لګول، هغه لاملونه دي چې دې بهير سره د خلکو لېوالتيا کمه شي.

په فارياب کې د مدني ټولنو شبکې غړي امين الله انتظار پژواک خبري اژانس ته وويل چې لوړ امنيتي ګواښونه، تېرو دورو کې د وکيلانو تش په نامه ژمنې او د تذکرو مهرکېدل د دې لامل شوي چې خلک ټاکنو کې د ګډون لپاره ډېر زړه ښه نه کړي.

انتظار زياته کړه: "وسله وال مخالفين په ټولو سيمو او لويو لارو کې له خلکو تذکره غواړي، هيڅوک نه غواړي چې ژوند سره لوبې وکړي،  داسې کسان خپل استازي وټاکي چې د تېر په څېر ولس تېر باسي، په غوړو ژمنو رايې ترلاسه کړي او شخصي سوداګري وکړي."

نوموړي زياته کړه، دا اړينه ده څو دولت د نړيوالې ټولنې په همکارۍ، افغانستان کې امنيت ټينګ کړي او ټاکنو کې د هېواد ټولو قومونو ته د ګډون زمينه برابره کړي، له دې پرته به خلک د ټاکنو بهير کې ګډون و نه کړي.

د فارياب پوهنتون استاد محمد اصف پيمان وويل چې په تېرو ټاکنو کې خلکو د ځاني او مالې ګواښونو په منلو سره نوم ليکنه وکړه، ګوتې يې پرې شوې، د رايو مرکزونو ته ورغلل، داسې کسانو ته يې رايې ورکړې چې ملي شورا ته يې لار وموندله، خو کوم کسان چې څو دورو کې وکيلان شول، يواځې د خپلې کورنۍ په اړه يې فکر وکړ او له هېواد څخه بهر يې پانګونه وکړه، شتمنۍ يې راټولې کړې، کورونه يې جوړ کړل، زرهي موټرو کې ګرځي او د خلکو ستونزو لپاره يې هېڅ کار و نه کړ.

هغه وويل، دويمه موضوع د امنيت ټينګښت او د ټاکنو روڼتيا ده، دولت بايد امنيت خوندي کړي او خلکو ته د رڼو ټاکنو ترسره کولو ډاډ ورکړي؛ که داسې نه شي، نو هېڅوک به د نوم ليکنې بهير کې ګډون و نه کړي او دا بهير به تحريم کړي.

محمد اسمعيل کاتب چې فارياب ولايت کې دولتي کارکونکى دى، وويل چې د ټولنې په وړاندې د مسووليت او د ډيموکراسي په بهير د باور له مخې، د نوم ليکنې په لومړۍ ورځ د نوم ليکنې مرکز ته ولاړ او نوم يې ثبت کړ، خو نن يې معلومات ترلاسه کړل چې تېرو درې ورځو کې يواځې ٦ کسانو په يوه سايټ کې نوم ليکنه کړې ده.

نوموړي هم د تذکرو مهر کول، د وسله والو مخالفينو ګواښ او د وکيلانو عوام تيرايستنه د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې  د ولس کم لېوالتيا لاملونه په ګوته کړل او زياته يې کړه: " هر سايټ کې نږدې ١٥ ټاکنيز او امنيتي کارکونکي ګومارل شوي دي، که له وسله والو مخالفينو وېره نه لري او له وکيلانو څخه يې زړونه ساړه نه وي، ولې خپله هغوى نوم ليکنه نه کوي؟ سايټونه د ميمنې ښار په لېسو کې جوړ شوي دي، لسګونه ښوونکي، مامورين او زده کوونکي هلته موجود دي، يو يې هم نوم ليکنه نه ده کړې."

ميمنې ښار کې بوټ ګنډونکي (موچي) عبدالرسول وويل: "څو ځله مې ټاکنو کې ګډون وکړ او دوه ځله مو وکيل وټاکه، خو زه اوس هم لا هماغه موچي يم، ان کله د دوو ډوډيو پيسې هم ترلاسه کولاى نه شم، دا ځل ټاکنو ته هېڅ لېوالتيا نه لرم، نه غواړم خپل وخت ضايع کړم."

د ټاکنو خپلواک کمېسيون کې يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودو په شرط وويل چې د نوم ليکنې په درې ورځو کې له ١٥٠ څخه لږ کسان ثبت شوي دي.

په فارياب ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر مشر امان الله امان د نوم ليکنې کره شمېر نه ښيي، خو وايي چې د ميمنې ښار په کچه د رايې ورکولو ٢٤ مرکزونه جوړ شوي او د خلکو ګډون خورا پيکه او د اندېښنې وړ دى.

نوموړي هم د خلکو لږ ګډون لاملونه، امنيتي ګواښونه او د تذکرو مهر کول په ګوته کړل او ويې ويل چې ټول له وسله والو مخالفينو وېره لري، نو نه غواړي چې پر تذکرو يې د ټاکنو نښان ولګول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.