ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالى د څېړنيزو راپورونو پر وړاندې ستر خنډ دى

اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالى د څېړنيزو راپورونو پر وړاندې ستر خنډ دى

author avatar
17 Apr 2018 - 17:56
اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالى د څېړنيزو راپورونو پر وړاندې ستر خنډ دى
author avatar
17 Apr 2018 - 17:56

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٧): د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ دفتر (نى) يوه تازه نظر پوښتنه څرګندوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالى تر نا امنۍ په لوړه کچه د څېړنيز ژورنالېزم د چمتو کولو په کار کې د رسنيو ستره ننګونه او ستونزه ده.

ياد بنسټ په افغاني رسنيو کې د څېړنيز کار د ارزونې په موخه نظر پوښتنه کړې، څو معلومه کړي چې رسنۍ د څېړنيز راپور د چمتو کولو په چاره کې له کومو خنډونو سره مخ کېږي.

دغه نظرپوښتنه په مرکز او څلورو ولايتونو (بلخ، هرات، کندهار و ننګرهار) کې د ٦٠ فعالو او د خبر او راپور توليدي رسنيو له مسوولينو شوې ده. په کابل کې د ٢٠ رسنيو مسوولينو چې ټلوېزيون، راډيو، ورځپاڼې او خبري اژانسونه په کې شامل دي او ٤٠ نورې رسنۍ چې په څلورو سترو ولايتونو کې دي، په دې نظر پوښتنه کې ګډون کړى او ځواب يې ورکړى دى.

د نى دفتر د راپور له مخې، په دې نظر پوښتنه کې ٨٣ سلنه ګدونوالو اطلاعاتو ته د لاسرسي نشتوالى په هېواد کې د څېړنيزو راپورونو په چمتووالي کې ستر خند بللى دى.

د نى رسنيز ارګان مشر عبدالمجيب خلوتګر نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې اطلاعاتو ته د خبريالانو نه لاسرسى او په يو شمېر ځايونو کې بد امني په هېواد کې د څېړنيز ژورنالېزم پر وړاندې تر ټولو مهمې ننګونې دي.

هغه زياته کړه چې د نړۍ په تر ټولو مفسدو هېوادونو کې د افغانستان د نوم راتلل هم له دې امله دي چې حکومت رسنيو او خلکو ته ځواب نه وايي.

د خلوتګر په خبره، حکومت د څېړنيز ژورنالېزم د محدودولو هڅه کوي.

نوموړي اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په اړه وويل چې ځيني دولتي چارواکي په دې پلمه چې ګني غوښتل شوي اطلاعات مخفي دي او نه شي کولى له رسنيو سره يې شريک کړي، د اطلاعاتو له ورکړې ډډه کوي او په دې برخه کې بايد دولت د اطلاعاتو د طبقه بندۍ مقرره جوړه او توشېح کړي، نى چمتو دى چې په دې برخه کې له دولت سره همکاري وکړي.

په بلې خوا د نى په نننۍ ناسته کې په هرات ولايت کې د رسنيو وضعيت بحراني وبلل شو او څرګنده شوه چې نا امني، اطلاعاتو ته نه لاسرسى او له رسنيو سره د حکومت تقابل د دغه ولايت له مهمو رسنيزو ستونزو ګڼل کېږي.

په کابل کې خبريال عرفان وويل چې نږدې ټولو ځايونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دى او ګرانه ده چې يوه خبر يا راپور ته دې په اسانه ډول اطلاعات ترلاسه او خپور شي، تر ټولو عمده ستونزه يې د ګڼو حکومتي ادارو فساد دى چې نه غواړي په ډاګه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په بيا بيا د بيان ازادۍ او رسنيزو کارونو کې د اسانتيا او په ټولنه کې د ازادو اطلاعاتو پر دوران ټينګار کړى او ويلي يې دي چې حکومت په دې برخه کې له هېڅ ډول ملاتړه درېغ نه کوي.

نوموړي له خبريالانو او د رسنيو مدافع ټولنو سره په وروستۍ ليدنه کې په هېواد کې د څېړنيز ژورنالېزم پر پياوړتيا ټينګار کړى او ويلي يې دي چې څېړنيز ژورنالېزم د افغانستان يوه جدي اړتيا ده چې بايد د ارزونې لپاره يې د تشخيص کمېټه جوړه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.