ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش ډلې په جوزجان کې له ١٢ کلن ماشوم څخه سر پرې کړى

داعش ډلې په جوزجان کې له ١٢ کلن ماشوم څخه سر پرې کړى

author avatar
17 Apr 2018 - 12:15
داعش ډلې په جوزجان کې له ١٢ کلن ماشوم څخه سر پرې کړى
author avatar
17 Apr 2018 - 12:15

شبرغان (پژواک، ٢٨ ورى ٩٧): د جوزجان امنيتي سرچينو ويلي چې داعش ډلې د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې په يوه صحرايي محکمه کې له ١٢ کلن ماشوم څخه سر پرې کړى دى.

د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار په کوتل اوستي کلي کې چې د درزاب ولسوالۍ د لوېديځ يو کيلومترۍ کې موقعيت لري، رامنځته شوې ده او ياد ماشوم د داعشيانو له خوا پر دې تور چې د خور خاوند يې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو دنده اجرا کوي، وژل شوى دى.

نوموړي په ډاګه کړه چې د معلوماتو له مخې، دغه ماشوم خپل اوښي ته چې په سيمه ييزو پوليسو کې دنده اجرا کوي، اوبه او ډوډۍ وړل چې له څو مودې راهيسې د داعشيانو تر تعقيب لاندې و او نن سهار يې نوموړى کلي ته څېرمه نيولى او په عام محضر کې يې سر ترې غوڅ کړى دى.

خاشي وويل: ((دا تر ټولو بد انساني جنايت دى چې داعشيانو د يوه ماشوم پر وړاندې ترسره کړى، دا چې دوى په تېره يوه اوونۍ کې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عملياتو کې زيان ليدلى، اوس يې خپله عقده د يوه ماشوم پر سر پرې کولو وښوده.))

په ورته وخت کې د جوزجان، سرپل او فارياب لپاره د بشري حقونو سازمان مشرې مغفرت صميمي هم د داعشيانو دغه کار ستر جنايت وباله او زياته يې کړه چې پوليسو ته د ډوډۍ وړلو په تور د يوه ماشوم سر پرې کول د انسانيت اصل نه دى.

د شبرغان ښار يوه ديني عالم مولوي حميدالله هم د داعش دغه کار يو نه بښونکى جنايت وباله او د ورته کړنو عاملين يې دوزخيان وبلل.

هغه له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې له ماشومانو دې د خپلو نا انساني موخو ترلاسه کولو لپاره کار نه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې هم داعشيانو په همدې ولسوالۍ کې له يوه تعويذ ليکونکي ملا نه خلکو ته د تعويذ ورکولو په تور سر پرې کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.