ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم له لارې سوداګري نوره هم کمه شوې ده

د تورخم له لارې سوداګري نوره هم کمه شوې ده

author avatar
17 Apr 2018 - 11:36
د تورخم له لارې سوداګري نوره هم کمه شوې ده
author avatar
17 Apr 2018 - 11:36

جلال اباد (پژواک، ٢٨ وری ۹۷): د ننګرهار د سوداګرۍ خونه وایي، په دغه ولايت کې د تورخم له لارې د افغانستان او پاکستان سوداګري نوره هم کمه شوې او لامل يې په هغه هېواد کې افغان سوداګرو ته د ستونزو شتون دی.

په تورخم کې ځینو سرچينو هم پژواک ته ويلي چې په تېر يو کال کې سوداګري ۴۰ سلنه نوره هم راکمه شوې ده.

شاوخوا څلور کاله وړاندې د تورخم له لارې د پاکستان او افغانستان سوداګري ٢ ميليارده ډالره وه، خو اوس تازه ارقام ښيي چې دغه رقم ۵۰۰ ميليونه دالرو ته راټيټ شوی دی.

موټر چلوونکي هم وايي چې تر پخوا کارونه ډېر کم شوي او ورځې د کار په انتظار تېروي.

په تورخم کې د سرحدي پوليسو يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل چې څو مياشتې وړاندې هره ورځ د تورخم له لارې تر پنځه سوه لارۍ (لوی موټر مالونه راوړل کېدل، خو اوس دغه شمېر په ورځ کې تر ۳۰۰ لاريو هم نه رسېږي.

نوموړي زياته کړه، د سوداګرۍ مالونه هم ډېر محدود شوي او يوازې بوره، اوړه او سيمنټ ډېر را انتقالېږي؛ خو د ورځې خال خال د تازه مېوې، سبزۍ او نورو شيانو موټر هم را اوړي.

سرچينه وايي، له دې غاړې هم سوداګري کمه شوې او يوازې د شوکاڼي او د ډبرو سکاره ډېر انتقالېږي، خو له دې خوا هم ځيني نور مالونه يوه نيمه لارۍ ځي.

موټر چلوونکي وايي، که پخوا يې په اوونۍ کې درې يا څلور پېرې کولې، نو اوس يوې يا دوو پېرو ته راټيټې شوې دي.

سميع الله چې په ټېلر موټر کې له پاکستانه سيمنټ راوړي وايي، ډېره په سختۍ ورته په اوونۍ کې دوه پېرې پيدا کېږي او ډېر کله خو لا په دوو اوونيو کې هم يوه پېره نه ورته پيدا کېږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولين هم وايي چې د پخوا په پرتله د سوداګرۍ کچه ډېره راکمه شوې ده.

د دې خونې وياند شاکرالله ساپي پژواک ته وويل چې څلور کاله وړاندې له پاکستان سره د افغان سوداګرۍ اندازه ٢ ميليارده ډالره وه، خو اوس تر ۷۰۰ ميليونو ډالرو راټيټه شوې ده.

دی وايي، په دې وروستيو کې ياده سوداګري نوره هم راټيټه شوې او ښايي تر ۵۰۰ ميليونو ډالرو رسېدلې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.