ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په دوو ولسوالیو کې د دوو بندونو د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

د هلمند په دوو ولسوالیو کې د دوو بندونو د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

author avatar
17 Apr 2018 - 12:00
د هلمند په دوو ولسوالیو کې د دوو بندونو د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې
author avatar
17 Apr 2018 - 12:00

لښکرګاه (پژواک، ٢٨ وری ۹۷): د اوبو او برېښنا وزير وايي چې د هلمند په دوو نا امنو ولسواليو موسى کلا او نوزاد کې د برېښنا د دوو لويو بندونو د سروې او ډيزاين چارې پيل شوې دي.

دغه څرګندونې د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني د وري په ٢٧مه هلمند ولايت ته د يو رسمي سفر په ترڅ کې خبريالانو ته وکړې.

عثماني وويل چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د برېښنا بندونو د سروې او ډيزاين چارې پيل شوې دي.

هغه وايي: ((په دغو بندونو کې د هلمند د موسى کلا او نوزاد بندونه هم شامل دي چې سروې او ډيزاين يې پيل شوى دى.))

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې د موسى کلا او نوزاد ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

عثماني وايي چې د يادو دوو بندونو په جوړېدو سره به په دې سيمه کې د برېښنا او د کرنيزو اوبو ستونزه تر ډېره هواره شي.

نوموړي دا هم وويل چې د هلمند د کجکي برېښنا بند د څلورو توربينونو د نصب تړون هم لاسليک شوى دى.

وزير زياته کړه چې د هلمند د نهر سراج کانال د جوړېدو تخنيکي چارې يې په وزارت کې تر کار لاندې دي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې د موسى کلا او نوزاد د بندونو سروې او ډيزاين د ولسمشر د حکم له مخې ترسره شوي دي.

نوموړى وايي چې د دغو بندونو په جوړېدو سره به د هغو اوبو مخه هم ونيول شي چې دا مهال ايران ته بهېږي.

والي وايي چې د يادو او نورو پروژو د امنيت د ټينګښت په برخه کې خلکو له دوى سره ژمنې کړې دي.

دغه راز د هلمند ولايتي شورا رييس عطاالله افغان وويل چې د اوبو او برېښنا وزارت بايد د اوبو د ذخيره  کولو لپاره واړه بندونه هم جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.