ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي او د نفوسو احوال د ثبت ادارې مشر استجوابېږي”

“د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي او د نفوسو احوال د ثبت ادارې مشر استجوابېږي”

author avatar
17 Apr 2018 - 17:58
“د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي او د نفوسو احوال د ثبت ادارې مشر استجوابېږي”
author avatar
17 Apr 2018 - 17:58

کابل(پژواک، ٢٨ ورى ٩٧): مشرانو جرګه د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې او تذکرو د وېش په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د نفوسو احوال د ثبت ادارې چارواکي په داسې حال کې استجوابوي چې يو شمېر سناتوران پر تذکره د نښې لګولو په اړه اندېښمن دي.

د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د ګډونوالو نوم ليکنه د وري په ٢٥مه نېټه د ولايتونو په مرکزونو کې پيل شوې او ټاکل شوې چې دغه ټاکنې د تلې په ٢٨مه نېټه تر سره شي.

دغه نوم ليکنه د اوسنيو کاغذي تذکرو پر بنسټ تر سره کېږي او د نوم ليکونکي په تذکره کې د چسپ په وسيله يوه نښه لګول کېږي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي وويل:((طالبانو په ځينو ولسواليو کې خلک ګواښلي چې نوم ليکنه ونه کړئ، کومه طريقه چې کمېسيون غوره کړي او په تذکره سټيکر لګوي، نو هېڅ کس حاضر نه دى چې نوم ليکنه وکړي، له همدې امله تر اوسه پورې دغه پروسه پيکه ده.))

په جرګه کې د فارياب د خلکو استازي ګل محمد رسولي هم وويل:((خلک په تذکره کې د سټيکر لګولو په سبب نه غواړي چې نوم ليکنه وکړي، طالبانو خلک ګواښلي او اوس د خپل واک ساحو کې د خلکو تذکرې ګوري، هېڅ کس حاضر نه دى چې په ټاکنو کې ګډون ورته د سر په بيه تمام شي.))

د جرګې ځينو نورو غړو هم ورته نظر درلود او ويل يې چې بايد په نوم ليکنه کې له داسې طريقې کار واخيستل شي چې خلکو ته امنيتي ستونزې پيدا نه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي چې خلک يوازې په هغو مرکزونو کې رايه ورکول شي چې نوم ليکنه يې په کې کړې ده.

خو د جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبري وويل:((په دې اړه بايد له سره کتنه وشي، څو هر په شرايطو برابر کس وکولاى شي چې د خپلې خوښې مرکز کې نوم ليکنه وکړي او په هر مرکز کې رايه ورکړلى شي.))

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.

د جرګې غړو د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکو او د نفوسو احوال  دثبت ادارې د مشر د استجواب غوښتنه وکړه، څو په دې اړه شته اندېښنو ته ځواب ووايي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار که څه هم د نوم ليکنې پروسه کې شته ستونزې تاييد کړې، خو ويې ويل:((پخوا هم دغه ميکانيزم له تاسې سره شريک شوى دى، اوس فرصت کم دى او ګرانه ده چې ميکانيزم بدلون ومومي.))

هغه زياته کړه چې راتلونکې اوونۍ سه شنبه به د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د نفوس احوال د ثبت ادارې چارواکي جرګې ته را وغواړي، څو د تذکرو د وېش، نوم ليکنې پروسې او ددغې پروسې د نورو پړاوونو په اړه معلومات وړاندې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.