ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې وزير: افغانستان هر کال د ۱۱زره ټنه شاتو د توليد وړتيا لري

د کرنې وزير: افغانستان هر کال د ۱۱زره ټنه شاتو د توليد وړتيا لري

author avatar
17 Apr 2018 - 19:02
د کرنې وزير: افغانستان هر کال د ۱۱زره ټنه شاتو د توليد وړتيا لري
author avatar
17 Apr 2018 - 19:02

کابل:(پژواک،۲۸وری۹۷): د کرنې وزارت د شاتو د توليد ډېرېدو او ښه کېدو لپاره د هڅو پر دوام سربېره وايي چې په هېواد کې د شاتو د کلني توليد کچه، په داسې حال کې دوه برابره شوې چې افغانستان په کال کې د ۱۱زره ټنو شاتو د توليد وړتيا لري.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير، نصير احمد دراني نن په کابل کې د شاتو د ملي ورځې نمانځغونډې په مراسمو کې وويل چې اوسمهال د هېواد په ۳۲ ولايتونو کې  د شاتو نږدې ۲۱۴زره صندوقه مچۍ شتون لري چې له دوه زره ټنه ډېر شات توليدوي.

نوموړي د مچيو مالکانو ته په خطاب کې وويل:" د شاتو محصولات بايد د نړيوال معيار کچې ته ورسېږي، موږ په دې برخه کې له تاسو سره همکاري کوو، شات بايد نړيوالو بازارونو ته واستول شي او د کورنيو شاتو کيفيت بايد لا ښه شي."

نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به په هېواد کې د شاتو مچيو خاوندانو د ستونزو ارزونې او حلولو په موخه غونډه جوړه شي.

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې دغه وزارت د شاتو صادراتو لپاره د خصوصي سکتور د هڅونې، د توليد زياتولو، بازار موندنې او پر نړيوالو معيارونو برابر شاتو مچيو روزنې ته د زمينې برابرولو لپاره پر پلانونو کار کوي.

دراني په داسې حال کې چې ويل يې د افغانستان د شاتو کيفيت تر بهرنيو شاتو غوره دی او بايد خلک ترې کار واخلي زياته يې کړه:" له کورنيو شاتو څخه ګټه اخيستل ددې لامل ګرځي چې توليدات تر پخوا ښه او معياري شي، د مچيو خاوندانو لپاره د غوره چاپېريال اصلاح زمينه برابره شي او زموږ ګڼ شمېر هېوادوال به د مچيو روزنې او شاتو توليد ته مخه کړي."

د مچيو يو شمېر مالکان له حکومت څخه د مچيو روزنې په برخه کې د خدمتونو  له محدوديت او د هېواد په بازارونو کې له مشخص ادرس پرته د شاتو له شتون څخه شکايت وکړ او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د مچيو روزونکو ته دې د اړتيا وړ توکي ورکړي او په دې برخه کې دې د روزنې پروګرامونه ډېر کړي.

د افغانستان د شاتو مچيو مالکانو د ملي ټولنې مشر عبدالرب حميدي وويل چې په بازار کې د بې کيفيته او بې ادرسه شاتو شتون، د مچيو مالکان له ننګونې سره مخ کړي او بايد په بازارونو کې د دا ډول شاتو د شتون مخه ونيول شي.

نوموړي زياته کړه،دغه ټولنه به هڅه وکړي چې د حکومت او مرستندويه بنسټونو په همکارۍ سره د مچيو روزنې د ودې او د مچيو د مالکانو د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

د کرنې وزارت د مچيو روزنې پروژې مسوول محمد ادريس رووف وويل چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د مچيو روزنې د ۸کوپراتيفونو او ۲۸ټولنو په چوکاټ کې د ۵۵۰ښځو په ګډون ۶۱۰۰ډېرو مچيو روزونکي تنظيم شوي او په دې برخه کې فعاليت کوي، خو د مچيو ډېر شمېر مالکان په دې برخه کې په انفرادي توګه هم فعاليت کوي.

په نننيو مراسمو کې د کرنې وزارت په تالار کې د مچيو روزونکو له خوا د يوې ورځې لپاره د افغانستان د شاتو بېلا بېل ډولونه نندارې ته وړاندې شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.