ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګې پر ځاځي ميدان ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو بريد وغانده

مشرانو جرګې پر ځاځي ميدان ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو بريد وغانده

author avatar
17 Apr 2018 - 17:01
مشرانو جرګې پر ځاځي ميدان ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو بريد وغانده
author avatar
17 Apr 2018 - 17:01

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۷): د مشرانو جرګې ځينو غړو د خوست پر ځاځي ميدان ولسوالۍ او د کونړ ولايت پر ځينو برخو د پاکستاني پوځيانو بريد ښکاره تېری وباله او له حکومته يې وغوښتل چې له هېواده د دفاع لپاره دې د دغو ولسواليو خلکو ته وسلې ورکړي.

د ځايي چارواکو په خبره، درې ورځې وړاندې سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې پاکستاني پوځيان او ملېشې د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالۍ ته داخل شول او غوښتل يې امنيتي پوستې جوړې کړي چې د عادي خلکو او افغان امنيتي ځواکونو له وسله وال غبرګون سره مخ شول.

د افغانستان دفاع و زارت ويلي چې په دې نښته کې ۱۴پاکستاني پوځيان وژل شوي، د ځاځي ميدان ولسوالۍ دوه ولسي کسان او ۱۷پاکستاني پوځيان ټپيان شوي دي.

دغه راز له څه وخت راهيسې د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې خوا د کونړ ولايت پر بېلابېلو برخو توغندويي بريدونه کېږي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي د جرګې په نننۍ ناسته کې د خوست پر ځاځي ميدان ولسوالۍ او کونړ ولايت د پاکستاني پوځيانو بريد وغانده او هغه يې پر افغانستان د پاکستان ښکاره تېری وباله.

د مشرانو جرګې بلې غړې فوزيې سادات پر امريکا په نيوکې سره وويل: "امريکا بايد يا له موږ سره شي او يا له پاکستان سره."

د مشرانو جرګې بل غړي محي الدين منصف وويل: "پر افغانستان د پاکستان تېری له ټولو نړيوالو اصولو او قوانينو خلاف دی، افغانان چمتو دي چې له خپلې خاورې دفاع وکړي."

هغه له حکومته وغوښتل چې د افغان امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا او سمبالولو سربېره دې د يادې ستونزې د ډيپلوماتيک حل لپاره هم هڅه وکړي او د ملګرو ملتونو سازمان ته دې په رسمي ډول د پاکستان د تېري په اړه شکايت وکړي.

په مشرانو جرګه کې د خوست د خلکو استازي لطيف ژوندي له ځاځي ميدان ولسوالۍ څخه ددفاع په اړه د افغان امنيتي ځواکونو او خلکو څخه د قدرونې ترڅنګ، له حکومت څخه وغوښتل چې د سيمې خلک دې تجهيز او تمويل کړي، ځکه د هغه په وينا، جګړه په تش لاس نه کېږي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د پاکستاني پوځيانو پر وړاندې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د اوسېدونکو او امنيتي ځواکونو  د کړنو ستاينه وکړه او زياته يې کړه: "که پاکستان کوم تدبير ولري، بايد موږ هم چمتو و اوسو، د ظاهر شاه په وخت کې هم د ډيورنډ کرښې دې غاړې ولسواليو خلکو د امنيت تامين مسووليت پر غاړه درلود او اوس هم بايد دغه کار تطبيق شي."

هغه هم زياته کړه چې د دغو ولسواليو خلک بايد وسله وال او د سرحدي ځواکونو په چوکاټ کې له هېواده د دفاع لپاره چمتو شي.

د مشرانو جرکې مشر او ځينو غړو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان د پاکستان د تېري مخه ونيسي. هغوی دغه راز له امريکا وغوښتل چې د امنيتي تړون له مخې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او افغان امنيتي ځواکونه دې د اوسني وخت له اړتيا سره سم تجهيز او ملاتړ دې يې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.