فيروزکوه (پژواک، ٢٨ ورى ٩٧): په غور کې ځايي سرچينې وايي چې وسله والو کسانو د غور- هرات لويې لارې په اوږدو کې شپږ مسافر وژلي او دوه يې له ځان سره بیولي دي، خو د دغه ولايت پوليس وايي چې يوازې درې کسان وژل شوي او دوه ټپيان دي.
په دغه ولايت کې د ځايي سرچينو په خبره، دغه پېښه نن سهار د فيروزکوه په بره خانه سيمه کې رامنځته شوې ده.
د حاجي محمد شاه په نوم عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو فلاينکوچ موټر له هراته غور ته روان و چې د غور- هرات لويې لارې په اوږدو کې د فيروزکوه اړوند په بره خانه سيمه کې د دوو پوځي جامو لرونکو کسانو له خوا درول شوى او وروسته يې ډزې پرې کړې چې په ترڅ کې يې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په خبره، د موټر په يادو مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو کوم زيان نه دى ور رسېدلى.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي هم وويل چې دغه کسان په دې سبب چې د يوه ځانګړي قوم اړوند وو، وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خو ځينې ځايي سرچينې او عيني شاهدان وايي چې په ياده پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور د وسله والو افرادو له لوري بېول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن