ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چين ته د درملنې په موخه د افغان ماشومانو يوه بله ډله استول کېږي

چين ته د درملنې په موخه د افغان ماشومانو يوه بله ډله استول کېږي

author avatar
17 Apr 2018 - 20:58
چين ته د درملنې په موخه د افغان ماشومانو يوه بله ډله استول کېږي
author avatar
17 Apr 2018 - 20:58

کابل(پژواک،۲۸وری۹۷): په چين کې د زړه  سوري پر ناروغۍ اخته افغان ماشومانو د درملنې په دويم پړاو کې، د چين سرې مياشتې د ۲۵نورو ماشومانو له درملنې سره موافقه کړې ده.

د افغان سرې مياشتې ټولنې سکرتر جنرالې نيلاب مبارز نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې سبا چين ته د درملنې لپاره ۸نجونې او ۱۷ هلکان چې عمرونه يې له ۱۰ تر ۱۲ کلونو دې استول کېږي.

د نوموړې په وينا، له هر ناروغ ماشوم سره يو پايواز هم چين ته استول کېږي.

مېرمن مبارز زياته کړه چې د ياد شويو ماشومانو درملنه چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي،په چين کې ددغه هېواد د سرې مياشتې له خوا کېږي.

مبارز وويل چې دغه ماشومان د چين د سرې مياشتې د يو ۱۹کسيز پلاوي چې درې ورځې وړاندې کابل ته راغلی، کتل شوي او دغه هېواد ته يې د استولو دوسيې بشپړې شوې دي.

نيلاب مبارز زياته کړه چې د ياد شوي پلاوي له خوا ۵۴نور ماشومان هم تخشيص شوي او د روان زېږديز کال په درېيو نورو پړاونو کې به چين ته واستول شي.

هغه وويل چې تېر کال هم چين ته د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۲۱ ماشومان استول شوي چې له درملنې وروسته هېواد ته را ستانه شوي دي.

نوموړې وويل چې دغه بنسټ له ۱۳۸۸لمريز کال را په دې خوا تر اوسه پورې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته کابو ۷زره ماشومانو درملنه کړې، چې شپږ زره نور يې درملنې ته د زمينې برابرېدو ته په تمه دي.

نيلاب مبارز له خير غواړو کسانو څخه وغوښتل چې ددغو ماشومانو له درملنې سره د مرستې لپاره دې له افغان سرې مياشتې سره مرسته وکړي.

د څلور کلن نيايش مور ثريا چې زوی يې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دی، زوی يې له هرات څخه په کابل ته د افغان سرې مياشتې دفتر ته د درملنې په موخه راوستلی وويل، دوی يوه بې وزله کورنۍ ده او د خپل زوی د درملنې وس نه لري.

نوموړې په چين کې د خپل زوی د درملنې لپاره ددغه هېواد د سرې مياشتې اقدام ستاينه وکړه او ويې ويل:" هېڅ داسې فکر يې نه کاوه چې د زوی لپاره به يې دغه طلايي چانس برابر شي، ددې کار له امله د خدای شکر ادا کوم."

په افغانستان کې د چين سفير ليوجين سونګ، چين ته د زړه سوري پر ناروغۍ اخته افغان ماشومانو د استولو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې وويل:"  ټول همکار هېوادونه دې لاسونه سره ورکړي او له افغانستان سره دې مرسته وکړي څو د هغو ماشومانو درملنه وشي چې، د درملنې نوبت ته په تمه دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.