کابل(پژواک،۲۸وری۹۷): د حکومت اجراييه رييس وايي چې په ټاکنو کې د نوم ليکنې لپاره د خلکو په ځانګړې توګه ښځو شتون پيکه و او په دغه بهير کې د ګډون لپاره د خلکو هڅونې لپاره پروګرام بايد ترلاس لاندې ونيول شي.
عبدالله عبدالله نن په کابل کې د ښځو د ځانګړي روزنيز پروګرام په څنډه کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې پروګرام د پرمختګ د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
هغه د نوم ليکنې په مرکز کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو شتون پيکه وباله او ويې ويل:" د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د شتون د پيکه والي يو دليل،د پوهاوي نه شتون دی چې بايد په دې اړه ډېر پوهاوی ورکړل شي."
اجراييه رييس وويل:" زه فکر کوم چې د عامه پوهاوي په برخه کې بايد ډېر کار وشي او اوس هيله لرم چې د افغانستان خلک بسيج شي او د نوم ليکنې د مرکز پر لور د لا ډېر حرکت شاهدان و اوسو."
عبدالله له بېلا بېلو پرګنو څخه وغوښتل چې د خپل برخليک ټاکلو لپاره دې د نوم ليکنې مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلو نومونو په ثبتولو سره دې، په ټولټاکنو کې د ګډون موکه له لاسه نه ورکوي.
د حکومت دې لوړ پوړي مقام وويل چې ټاکنې د افغانستان د خلکو د پوره اکثريت غوښتنه ده او په دې پروسه کې د خلکو تر پخوا ډېر ګډون، په ټاکنو کې د درغلۍ مخه نيولی شي.
تر دې وړاندې يوشمېر ټاکنيزو بنسټونو او ځينو ځايي چارواکو د نوم ليکنې په مرکزونو کې د رايه ور کوونکو د پيکه شتون خبر ورکړی و.
د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې پروګرام درې ورځې وړاندې په ټول هېواد کې پيل شو.
افغان ولسمشر، اجراييه رييس او يو شمېر نورو دولتي چارواکو په کابل کې خپل نومونه وليکل او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په دغه پروګرام کې په پراخه توګه ګډون وکړي.
نن په کابل کې په همدې تړاو نوم ليکنې ته د خلکو د هڅونې په موخه ناسته ترسره شوه او د کابل ولايت يو شمېر چارواکو او د خلکو استازو په کې ګډون کړی وو.
د کابل والي محمد يعقوب حيدري وويل:" په کابل ښار کې د رايه ور کوونکو د نوم ليکنې بهير په پيل کې د خلکو شتون د تمې خلاف ډېر پيکه او د اندېښنې وړ دی او په لومړۍ ورځ، پر شرايطو د برابرو کابو يو نيم ميليون تنو څخه يوازې ۸۰۰تنو خپل نومونه ليکلي دي."
نوموړي د ټاکنو خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د ټاکنو په بهير کې د ګډون لپاره د خلکو د پوهاوي او نوم ليکنې ته د هغوی د هڅونې بهير لپاره دې په جدي توګه ډېر کار وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن