د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې له تېر کال راهيسې ٣٠٠ نجونو د موټر چلول زده کړي دي

بلخ کې له تېر کال راهيسې ٣٠٠ نجونو د موټر چلول زده کړي دي

Apr 17, 2018 - 19:35

مزارشريف (پژواک، ۲۸ ورى۹۷): په بلخ ولايت کې له تېر کال راهيسې ٣٠٠ نجونې په داسې حال کې د موټرچلولو له کورسونو فارغې شوي چې افغانستان کې ډېرې لږ ښځې موټر چلولى شي.

دغو نجونو ته د موټرچلولو د زده کړو اسانيتاوې د "امروز و فردای درخشان " بنسټ له خوا د ترافيکو مديريت په مرسته برابرې شوې دي.

د يادو نجونو وروستۍ پنځوس کسيزه ډله نن د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د موټرچلولو له زده کړو څخه فارغه شوه.

د بلخ د ترافيکو مديريت د ښوونې او روزنې امر سمونوال عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو نجونو په عملي او نظري ډول يوه مياشت زده کړې کړي او ورسته له دې کولى شي په ښار کې موټر وچلوي.

د ياد شوي بنسټ مشر نجيب الله غضنفر وويل چې له تېر کال راهيسې د دغه بنسټ له خوا د موټرچلولو د زده کړې له کورسونو۳۰۰ نجونې فارغې شوې دي.

د هغه په وينا، د دغو کورسونو له هر ګډون کوونکي څخه د موټرچلولو د عملي زده کړې په بدل کې زر افغانۍ اخيستل شوي، خو د هغو کسانو لپاره دا کورس وړيا دى چې عملي کار په خپله کوي.

د شېزا په نوم نجلۍ چې نن د موټرچلولو له زده کړو فارغه شوې، وايي چې په ياد کورس کې يې دوه اوونۍ عملي او دوه اوونۍ نظري زده کړې کړي دي.

هغه وايي، که څه هم په افغاني ټولنه کې د نجونو لپاره موټرچلول ستونزمن کار دى خو هغه غواړي چې موټر وچلوي.

د کورس بله ګډونواله هيله هم ورته څرګندونې کوي، وايي چې نجونې هم د دې وړتيا لري چې په ټولنه کې د هلکانو په څېر کار وکړي او د خپلو کورنيو مرستندويه واوسي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې ډېرې لږ ښځې، هغه هم په لويو ښارونو کې د موټرچلولو ته زړه ښه کوي.

د ځينو راپورونو له مخې، ځينې هغه ښځې چې موټرچلوي شکايت کوي چې نارينه يې ځوروي.

يوې موټرچلوونکې مېرمنې ويلي:" ځينې کسان غواړي هغه ښځې چې موټرچلوي ويې ځوروي او يا يې تر خپل تاثير لاندې راولي، مثلا اشترنګ وهي، ناسمې خبرې کوي، يا يې په لاره تعقيبوي "

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement