کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٧): ترکيې په تېرو څو اوونيو کې نږدې اووه زره هغه افغان کډوال را ایستلي چې دغه هېواد ته په غير قانوني توګه تللي وو.
د ترکيې دولتي اژانس (انادولو) خبر ورکړى چې دغه غير قانوني افغان کډوال د تېرو څو اوونيو په اوږدو کې خپل هېواد ته استول شوي دي.
سرچينې د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د کډوالو څانګې د معلوماتو له مخې خبر ورکړى چې په ياده موده کې ٦٨٤٦ غير راجستر شوي او اسناد نه لرونکي افغانان کابل ته لېـږدول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه افغانان د ترکيې له ختيځو ولايتونو ارزورم، اګري او له لوېديځ ولايت ازمير څخه په نهو الوتنو کې ستنول شوي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د نورو غير قانوني کډوالو کارونه هم تر پروسس لاندې دي او په نږدې راتلونکي کې به هغوى هم واستول شي.
د راپورونو له مخې، دغه افغانان په غير قانوني توګه د ايران له لارې د ترکيې ارزوروم ولايت ته تللي وو او بيا همالته نيول شوي وو.
ترکيه د افغانانو او د اسيا د نورو هېوادونو د غير قانوني کډوالو لپاره اروپا ته د رسېدو د ټرانزيټ هېواد حيثيت لري.
د ترکيې د حکومت د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ٢٠زره افغانان په غير قانوني توګه دغه هېواد ته رسېدلي دي.
سرچينې ويلي چې د اپرېل په اتمه نېټه د افغانانو لومړۍ دوه سوه کسيزه ډله له ارزوروم ولايت څخه کابل ته ولېږدول شوه.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې کابل ته د سفر پر مهال د ترکيې لومړي وزير بن علي يلدرم له افغان چارواکو سره د کډوالو پر موضوع هم خبرې کړې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن