کابل(پژواک،۲۸وری۹۷): د برېښنا رياست وايي چې په بغلان ولايت کې د برېښنا د پرې شويو مزيو د رغولو د کار ددوام له امله د کابل ښار د برېښنا بهير کې يو لړ پرچاوۍ دوام لري او هڅه کېږي چې تخنيکي عوارض ډېر ژر حل او د کابل ښار د برېښنا بهير عادي شي.
وسله والو طالبانو، څلور ورځې وړاندې د بغلان ولايت دوشي ولسولاۍ په دهن لرخاب سيمه کې کابل ته د ازبکستان وارداتي برېښنا پايه والوځوله، چې له امله يې د کابل ښار ډېری سيمې له برېښنا څخه بې برخې شوې.
طالبانو له دې وړاندې حکومت ته خبر داری ورکړی و چې که سنګ سوراخ، کره ډاګه، علي خيل، زهرابي او کمر سيمو ته برېښنا ور نه کړی شي، د کابل برېښنا به پرې کړي.
خو د بغلان ولايت د برېښنا رياست چارواکو دوې ورځې وړاندې ويلي و چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب له وسله والو طالبانو سره موافقې ته رسېدلي او ډېر ژر به د کابل د برېښنا پرې شوی بهير بيا رغول پيل شي.
د برېښنا رياست وياند وحيد الله توحيدي نن "د وري ۲۸مه " پژواک خبري اژانس ته وويل چې له وسله والو طالبانو سره تر موافقې وروسته پرون ددغه رياست کار کوونکي سيمې ته رسېدلي او له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا بهير يې د لنډمهال له پاره نښلولی دی.
توحيدي وويل چې د پرې شويو مزيو د جوړېدو کار روان دی او د کابل ښار برېښنا به په لنډمهاله توګه ونښلول شي.
نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د کابل ښار اوسېدوونکو، دولتي ادارو، روغتونونو او سفارتونو ته هره ورځ ۹۵ميګاو اټه اوبيزه او حرارتي بېرېښنا ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو درې کلونو په اوږدو کې دا دريم ځل دی چې وسله وال طالبان د بغلان ولايت اړوندو سيمو کې د کابل برېښنا مزي پرې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن