ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان اوسېدونکو د يو کس وژل کېدو غبرګون کې د بغلان-کندوز لار  وتړله

د بغلان اوسېدونکو د يو کس وژل کېدو غبرګون کې د بغلان-کندوز لار وتړله

author avatar
17 Apr 2018 - 13:16
د بغلان اوسېدونکو د يو کس وژل کېدو غبرګون کې د بغلان-کندوز لار  وتړله
author avatar
17 Apr 2018 - 13:16

پلخمري(پژواک،٢٨ورى٩٧):دبغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د يو کس د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو په غبرګون کې د بغلان-کندوز لويه لار د  ترافيکو پرمخ تړلې ده.

پرون مازيګر وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د چهارشنبې تېپې په سيمه کې په ولسي جرګه کې د تخار پر استازي قدرت الله ذکي وسله وال بريد وکړ چې بيا د ذکي ساتونکو هم ځوابي ډزې وکړې.

خو د چهارشنبې تېپې سيمې اوسېدونکي وايي چې د ذکي د کسانو په ډزو کې د سيمې يو ځوان وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

هغوى وايي چې د همدې کسانو د وژل کېدو او ټپيانو په غبرګون کې يې له لسو بجو راهيسې د بغلان-کندوز لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

د  چهارشنبې تېپې سيمې اوسېدونکي جاوېد د وري په ٢٨مه پژواک ته وويل چې د ذکي د کسانو په ډزو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي: (( خلک په غوسه شوي او د بغلان-کندوز لويه لار يې تړلې ده.))

خو بل لورته په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان سمونوال ذبيح الله غورځنګ پژواک ته وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې د ذکي د کسانو په ډزو کې ملکي خلک او که طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده هم وويل چې د چهارشنبې تېپې سيمې اوسېدونکي د بغلان-کندوز لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

هغه زياته کړه: (( دې خلکو غوښتنه کړې چې د ولايتي شورا غړي دې ورشي او د دوى غوښتنې دې واوري، ترڅو يې مشکل ته رسېدنه وشي.))

دغه راز قدرت الله ذکي پژواک ته وويل چې چهارشنبې تېپه په سيمه کې د ملکي خلکو کورونه نشته .

هغه وايي: (( په موږ طالبانو بريد کړى او موږ هم پرې ډزې کړې دي.))

ذکي زياتوي چې د طالبانو د بريد له امله يې درې موټر چلوونکي او دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.