د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تورخم له لارې سوداګري نوره هم کمه شوې ده

د تورخم له لارې سوداګري نوره هم کمه شوې ده

Apr 17, 2018 - 11:36

جلال اباد (پژواک، ٢٨ وری ۹۷): د ننګرهار د سوداګرۍ خونه وایي، په دغه ولايت کې د تورخم له لارې د افغانستان او پاکستان سوداګري نوره هم کمه شوې او لامل يې په هغه هېواد کې افغان سوداګرو ته د ستونزو شتون دی.

په تورخم کې ځینو سرچينو هم پژواک ته ويلي چې په تېر يو کال کې سوداګري ۴۰ سلنه نوره هم راکمه شوې ده.

شاوخوا څلور کاله وړاندې د تورخم له لارې د پاکستان او افغانستان سوداګري ٢ ميليارده ډالره وه، خو اوس تازه ارقام ښيي چې دغه رقم ۵۰۰ ميليونه دالرو ته راټيټ شوی دی.

موټر چلوونکي هم وايي چې تر پخوا کارونه ډېر کم شوي او ورځې د کار په انتظار تېروي.

په تورخم کې د سرحدي پوليسو يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل چې څو مياشتې وړاندې هره ورځ د تورخم له لارې تر پنځه سوه لارۍ (لوی موټر مالونه راوړل کېدل، خو اوس دغه شمېر په ورځ کې تر ۳۰۰ لاريو هم نه رسېږي.

نوموړي زياته کړه، د سوداګرۍ مالونه هم ډېر محدود شوي او يوازې بوره، اوړه او سيمنټ ډېر را انتقالېږي؛ خو د ورځې خال خال د تازه مېوې، سبزۍ او نورو شيانو موټر هم را اوړي.

سرچينه وايي، له دې غاړې هم سوداګري کمه شوې او يوازې د شوکاڼي او د ډبرو سکاره ډېر انتقالېږي، خو له دې خوا هم ځيني نور مالونه يوه نيمه لارۍ ځي.

موټر چلوونکي وايي، که پخوا يې په اوونۍ کې درې يا څلور پېرې کولې، نو اوس يوې يا دوو پېرو ته راټيټې شوې دي.

سميع الله چې په ټېلر موټر کې له پاکستانه سيمنټ راوړي وايي، ډېره په سختۍ ورته په اوونۍ کې دوه پېرې پيدا کېږي او ډېر کله خو لا په دوو اوونيو کې هم يوه پېره نه ورته پيدا کېږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولين هم وايي چې د پخوا په پرتله د سوداګرۍ کچه ډېره راکمه شوې ده.

د دې خونې وياند شاکرالله ساپي پژواک ته وويل چې څلور کاله وړاندې له پاکستان سره د افغان سوداګرۍ اندازه ٢ ميليارده ډالره وه، خو اوس تر ۷۰۰ ميليونو ډالرو راټيټه شوې ده.

دی وايي، په دې وروستيو کې ياده سوداګري نوره هم راټيټه شوې او ښايي تر ۵۰۰ ميليونو ډالرو رسېدلې وي.

هغه وايي، ياده چاره په بلوچستان، سند او خيبر پښتونخوا کې له افغان سوداګرو سره د پاکستاني پوليسو او نورو مسوولينو ناوړه چلند او د پاکستان او افغانستان د اړيکو تر ترينګلتيا وروسته رامنځته شوه.

نوموړي زياته کړه، که له افغان سوداګرو سره د پاکستاني حکومت چلند همداسې دوام وکړي، نو ښايي سوداګري تر دې هم راټيټه شي او حتی صفر ته ورسېږي.

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې پاکستان په يوه او بله پلمه د افغانستان د صادراتو مخه نيولې ده او که دغه کار ته دوام ورکړي، نو دوى به هم بالمثل کار وکړي.

دوى وايي چې پاکستان له افغان مالونو صحي تصديقنامې غواړي، خو بيا د خپلو مالونو لپاره دا ډول تصديقنامې نه ورکوي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الکوزي پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته ويلي وو چې پاکستان له تېرو پنځو مياشتو راهيسې پر افغان توکو شرايط وضع کړي دي.

د هغه په وينا، که چېرې دا ستونزه ژر هواره نه شي نو افغان کروندګر او باغ لرونکي به په راتلونکو دوو مياشتو کې له سختو ستونزو مخ شي؛ ځکه چې حاصلات يې رسېږي.

الکوزي ويلي، افغانستان د کرنيزو محصولاتو ١،٢ ميليون ټنه صادرات لري چې ٨٠٠ زره ټنه يې پاکستان ته صادرېږي.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال مشر دارو خان اڅکزي پرون رسنيو ته ويلي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سياسي اړيکو خرابوالي او دلته په افغانستان کې د بيارغونې کارونو کمښت د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه کمه کړې ده.

هغه زياته کړې چې پخوا په افغانستان کې رغنيز کارونه زيات کېدل او ډېر سيمنټ انتقالېدل؛ خو اوس چې رغونه کمه شوې ده، نو د سوداګرۍ کچه ځکه ټيټه شوې ده.

افغان سوداګرو د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړيکو د ترينګلتيا او په هغه هېواد کې د دوی د کارونو پر وړاندې خنډونو مجبور کړل چې د پاکستان پر ځای ايران، تاجکستان او د منځنۍ اسيا نورو هېوادونو سره سوداګريز دهلېزونه پرانيزي او خپله سوداګري له هغو ځايونو پيل کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement