ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شيخ زايد روغتون کې د اعصابو او ځانګړو مراقبتونو څانګې پرانيستل شوې

شيخ زايد روغتون کې د اعصابو او ځانګړو مراقبتونو څانګې پرانيستل شوې

author avatar
17 Apr 2018 - 16:02
شيخ زايد روغتون کې د اعصابو او ځانګړو مراقبتونو څانګې پرانيستل شوې
author avatar
17 Apr 2018 - 16:02

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۷): د شيخ زايد روغتون د اعصابو او ځانګړو مراقبتونو څانګې چې په افغانستان کې د اعصابو يوازېنی معياري روغتون ګڼل کېږي، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د عامې روغتيا وزارت د يوې خبرپاڼې له لارې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته هم را رسېدلې، ويلي چې دغه ستره صحي پروژه نن د عامې روغتيا وزير او په ملي شورا کې د خلکو د يو شمېر استازو په ګډون سره پرانيستل شوه.

ويل شوي، دغه دواړه برخې چې ۵۰ بسترونه لري او پر ټولو طبي تجهيزاتو سمبال دي، د عامې روغتيا وزارت له خوا د نږدې ۱۵ميليون افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.

د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز وويل چې د يادې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل، روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو د کيفيت لوړېدو په لړ کې يو ښه ګام دی چې تر يوې کچې پر عصبي ناروغيو اخته کسانو ستونزې حل کړي.

هغه زياته کړه: "سره له دې چې د روغتيا برخې بوديجه د تېر کال په پرتله ۱۰۰ميليون ډالره کمه شوې او د عامې روغتيا وزارت ډېرو مالي سرچينو ته اړتيا لري، خو بيا هم دغه وزارت توانېدلی چې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي کچه او روغتيايي خدمتونو کيفيت ډېر کړي."

د نوموړي په خبره، د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي چې د شيخ زايد د اعصابو جراحۍ مرکز د سيمې په کچه د اعصابو د جراحۍ پر يوه معياري مرکز بدل کړي.

په پارلمان کې د هرات د خلکو استازي ډاکټر صالح محمد سلجوقي وويل: "د خلکو لپاره د روغتيايي خدمتونو برابرول يو مهم کار دی او د روغتيا په برخه کې له ډېرو ننګونو سره سره، دغه برخه په چټکۍ سره د حرکت په حال کې ده او د ماليې وزارت دې د روغتيا لپاره د بوديجې ډېرولو ته جدي پاملرنه وکړي."

د سلجوقي په وينا، د خلکو د روغتيايي وضعيت د ښه کېدو په موخه د روغتيا په برخه کې پانګونه ډېره مهمه ده.

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د شيخ زايد روغتون د اعصابو او ځانګړو مراقبتونو برخې ۱۲متخصص ډاکتران، ۲۵ نرسان او ۱۲خدماتي کار کوونکي لري.

د شيخ زايد روغتون چې په کابل کې د اعصابو د جراحۍ يو اختصاصي مرکز دی، د ۱۳۹۶ کال په وري مياشت کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.

ويل شوي چې په دې کابو يو کال موده کې ياد روغتون توانېدلی چې له ۸زره ډېر ناروغان تر پوښښ لاندې راولي چې له دې جملې څخه يې د ۳۵۰ تنو يې له دې وړاندې په افغانستان کې درملنه ناشونې وه، د اعصبو جراحي عمليات ترسره شوي او درملنه يې شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.