د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله:پاکستان دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

عبدالله:پاکستان دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

Apr 17, 2018 - 15:20

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۹۷): د حکومت اجرائيه رییس وايي چې په خوست کې د افغان او پاکستاني پوځيانو تر منځ نښته پای ته رسېدلې او د دواړو لورو چارواکو ډيپلوماتيکې هڅې پيل کړې دي څو بيا نښته رامنځته نه شي.

د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله چې نن يې په کابل کې يوې ناستې ته خبرې کولې، وويل چې په نښته کې د وژل شوو ټولو پاکستاني پوځيانو جسدونه دغه هېواد ته سپارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "بيا هم وايم چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه د خوست ولايت د ځاځي ميدان خلک ملامت نه دي، له بده مرغه چې د پاکستان له لوري سرغړونې شوې او پېښه رامنځته شوې ده."

عبدالله، افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزير سفر ته په اشارې سره وويل:"د پاکستان لومړي وزير د افغان دولت له موقفه ملاتړ وکړ، خو په عمل کې هيله لرو، هغه خبرې او هوکړې چې پخوا شوې، دوی يې په  اړه عملي اقدامات وکړي."

دوې ورځې وړاندې د سهار۷:۰۰ بجې پاکستاني پوځيان او ملېشې د خوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالۍ ته داخل شوي او د امنيتي پوستو د ډېرېدو په لټه کې وو چې د عامو خلکو او امنيتي ځواکونو له وسله وال غبرګون سره مخ شول.

د ملي دفاع وزارت وايي چې په دې نښته کې ۱۴پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان دي، خو د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د حکومت اجرائيه رييس هيله څرګنده کړه چې طالبان دې د افغان حکومت له خوا د سولې وړاندې شوې طرحه ومني.

هغه زياته کړه: "هيله لرم د افغان دولت حق دريځ چې د نړيوالې ټولنې له خوا يې هرکلی شوی، د دې لامل شي چې ځيني طالبان دې ته پام وکړي چې د جګړې او تاوتريخوالي له لارې ګټه نه شي کولای او د سولې او خبرو اترو له لارې کولای شي چې د افغانستان د خلکو په څنګ کې ودرېږي او د خپل هېواد په جوړولو کې ونډه واخلي."

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement