د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: دولتي ادارو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي

عبدالله: دولتي ادارو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي

Apr 17, 2018 - 19:24

کابل (پژواک،۲۸ وری ۹۷): د حکومت اجراييه رييس دولتي ادارو کې د ښځو پر زيات شتون  د ټینګار ترڅنګ وویل چې د ملي یووالي حکومت ښځو ته د کارموندنې په برخه کې ځینې کارونه کړي، خو کافي نه دي.

ډاکټرعبدالله چې نن يې له پروموټ ( ښځو ته د کارموندنې فرصتونو برابرولو) پروګرام څخه د فارغ شوو زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې ښځو په تېرو کلونو کې ستونزې ګاللې دي، خو بیا هم ناهيلې شوې نه دي او دولتي ادارو کې د هغوی شتون د تېرو کلونو محرومیت جبرانوي.

نوموړي ښځې د هېواد نیمايي نفوس یاد کړ، ويې ویل: (( د هېواد د نیمايي وګړو له ګډون پرته هېڅ هېواد پرمختګ نه شي کولی، تاسو (ښځې) کولی شئ چې د اصلاحاتو، ښه کار، وړتیا، له فساد سره د مبارزې او تبعیض په برخو کې د یو ځواک په توګه راڅرګندې شئ.))

عبدالله، د پروموټ له یو کلن پروګرام څخه د ۴۰۰ نجونو او ښځو فراغت د هېواد راتلونکې ته ګټور وباله، ویې ویل: (( تاسو کولای شئ چې د کار چاپېریال کې د افغانستان راتلونکې لپاره د مثبت بدلون او هیلې یوه سرچينه واوسئ، له مختلفو ادارو غواړو چې د کارموندنې په برخه کې له تاسو سره همکاري وکړي.))

هغه هیله مندي وښوده چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان، د وړتیا اصل په لور حرکت وکړي او هرڅوک چې وړتیا لري د خپلوۍ له اړیکو پرته دنده ترلاسه کړي.

د حکومت اجراييه رييس وزګارتیا او کارموندنه د هېواد له جدي ستونزو څخه یاد کړل او ویې ویل چې د ملي یووالي حکومت د کارموندنې په برخه کې ځینې ګامونه اخیستې، خو لاهم کافي نه دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون مشر نادر نادري، له اوږدې تیارې څخه وروسته د ښځو او نجونو فراغت او دولتي ادارو کې د هغوی ګډون اغېزمن وباله ویې ویل چې له دې وروسته به هیڅ تیاره د ښځو مخه ډب نه کړي.

 نوموړي، په دولتي ادارو کې د ښځو پر لږ ګډون  د نيوکې ترڅنګ زیاته کړه: (( ویل کېږي چې ښځې لوړ ظرفیت نه لري، خو ښځې لازمه وړتیا لري او باید د تبعیض کوونکو پر وړاندې ودرېږي.))

هغه په دولتي ادارو کې د ښځو جذب په تړاو د همکارۍ خبر ورکړ او ویې ویل چې تحريري ازموینه کې ښځو ته پنځه نومرې زیاتې ورکول کېږي  چې په دې سره به دولتي ادارو کې د ښځو ګډون زیات شي.

د امریکا د متحده ایالاتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې استازې سوسن دي کیمپ وویل چې د ښځو پیاوړي کول د(USAIDinfo-icon) له لومړیتوبونو څخه دي.

هغې وویل : (( موږ د افغان دولت په همکارۍ په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی، څو ښځې پیاوړې شي او کوم پروګرامونه چې موږ  ترسره کړي دي، بریالي دي.))

نوموړې وویل چې له ښځو سره همکاري کوي څو هغوی دولتي ادارو ته لار ومومي.

د فارغانو له ډلې سٌمیه کرخي وویل چې د یو کال په موده کې یې د مشرتابه مهارتونو، د ملکي خدمتونو نصاب په برخو او حکومتي بنسټونوکې عملي کار کړی چې وړتیا یې په دې موده کې لوړه شوې ده او زیات څه یې  زده کړي دي.

هغې وویل: (( له حکومتي مشرانو غواړو چې موږ ته دولتي ادارو کې د کارکولو موکه راکړئ  څو هېواد او هېوادوالو ته د خدمت جوګه شوو.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement