ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: دولتي ادارو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي

عبدالله: دولتي ادارو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي

author avatar
17 Apr 2018 - 19:24
عبدالله: دولتي ادارو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي
author avatar
17 Apr 2018 - 19:24

کابل (پژواک،۲۸ وری ۹۷): د حکومت اجراييه رييس دولتي ادارو کې د ښځو پر زيات شتون  د ټینګار ترڅنګ وویل چې د ملي یووالي حکومت ښځو ته د کارموندنې په برخه کې ځینې کارونه کړي، خو کافي نه دي.

ډاکټرعبدالله چې نن يې له پروموټ ( ښځو ته د کارموندنې فرصتونو برابرولو) پروګرام څخه د فارغ شوو زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې ښځو په تېرو کلونو کې ستونزې ګاللې دي، خو بیا هم ناهيلې شوې نه دي او دولتي ادارو کې د هغوی شتون د تېرو کلونو محرومیت جبرانوي.

نوموړي ښځې د هېواد نیمايي نفوس یاد کړ، ويې ویل: (( د هېواد د نیمايي وګړو له ګډون پرته هېڅ هېواد پرمختګ نه شي کولی، تاسو (ښځې) کولی شئ چې د اصلاحاتو، ښه کار، وړتیا، له فساد سره د مبارزې او تبعیض په برخو کې د یو ځواک په توګه راڅرګندې شئ.))

عبدالله، د پروموټ له یو کلن پروګرام څخه د ۴۰۰ نجونو او ښځو فراغت د هېواد راتلونکې ته ګټور وباله، ویې ویل: (( تاسو کولای شئ چې د کار چاپېریال کې د افغانستان راتلونکې لپاره د مثبت بدلون او هیلې یوه سرچينه واوسئ، له مختلفو ادارو غواړو چې د کارموندنې په برخه کې له تاسو سره همکاري وکړي.))

هغه هیله مندي وښوده چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان، د وړتیا اصل په لور حرکت وکړي او هرڅوک چې وړتیا لري د خپلوۍ له اړیکو پرته دنده ترلاسه کړي.

د حکومت اجراييه رييس وزګارتیا او کارموندنه د هېواد له جدي ستونزو څخه یاد کړل او ویې ویل چې د ملي یووالي حکومت د کارموندنې په برخه کې ځینې ګامونه اخیستې، خو لاهم کافي نه دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون مشر نادر نادري، له اوږدې تیارې څخه وروسته د ښځو او نجونو فراغت او دولتي ادارو کې د هغوی ګډون اغېزمن وباله ویې ویل چې له دې وروسته به هیڅ تیاره د ښځو مخه ډب نه کړي.

 نوموړي، په دولتي ادارو کې د ښځو پر لږ ګډون  د نيوکې ترڅنګ زیاته کړه: (( ویل کېږي چې ښځې لوړ ظرفیت نه لري، خو ښځې لازمه وړتیا لري او باید د تبعیض کوونکو پر وړاندې ودرېږي.))

هغه په دولتي ادارو کې د ښځو جذب په تړاو د همکارۍ خبر ورکړ او ویې ویل چې تحريري ازموینه کې ښځو ته پنځه نومرې زیاتې ورکول کېږي  چې په دې سره به دولتي ادارو کې د ښځو ګډون زیات شي.

د امریکا د متحده ایالاتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې استازې سوسن دي کیمپ وویل چې د ښځو پیاوړي کول د( or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.