ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې يوه څلوېښت کلنه ښځه وژل شوې

په جوزجان کې يوه څلوېښت کلنه ښځه وژل شوې

author avatar
17 Apr 2018 - 12:19
په جوزجان کې يوه څلوېښت کلنه ښځه وژل شوې
author avatar
17 Apr 2018 - 12:19

کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٧): په جوزجان کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اقچه ولسوالۍ کې يوه ٤٠ کلنه ښځه د نا پېژانده وسله والو له لوري وژل شوې ده.

د جوزجان ولايت وياند محمد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د اقچې بازار کې رامنځته شوې. ياده ښځه په خپله چادري زندۍ شوې او د قضيې عاملين له قتل وروسته تښېدلي دي.

هغه زياته کړه چې تر اوسه پورې د پېښې لامل نه دى څرګند شوى، خو پوليس د جرم د څرنګوالي پر کشف کار کوي.

د غفوري په خبره،  د وژل شوې ښځې مړى د اړينو طبي معايناتو په موخه روغتون ته لېږدول شوى او په دې تړاو رسمي څېړنې پيل شوې دي.

په ورته وخت کې د جوزجان ولايت د ښځو چارو مشرې نجيبې قريشي وويل چې دې کونډې له خپلو درېيو ماشومانو سره ژوند کاوه او نيمه شپه يې کور ته نا پېژانده کسان ورغلي، پرته له دې چې اولادونه يې خبر شي، هغه يې وژلې ده.

نوموړې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: ((دا ډول پېښې زموږ اداره اندېښمنه کړې، ښايي ناوړه منفي پايلې ولري.))

هغې له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د دې قضيې له عاملينو سره په جديت چلند وکړي، ويې نيسي او قانون پرې عملي کړي.

په روان کال کې دا په جوزجان ولايت کې د ښځو د قتل لومړۍ پېښه ده، تر اوسه پورې بله ورته پېښه نه وه ثبت شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.