پلخمري(پژواک،٢٨ورى٩٧):دبغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د يو کس د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو په غبرګون کې د بغلان-کندوز لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
پرون مازيګر وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د چهارشنبې تېپې په سيمه کې په ولسي جرګه کې د تخار پر استازي قدرت الله ذکي وسله وال بريد وکړ چې بيا د ذکي ساتونکو هم ځوابي ډزې وکړې.
خو د چهارشنبې تېپې سيمې اوسېدونکي وايي چې د ذکي د کسانو په ډزو کې د سيمې يو ځوان وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
هغوى وايي چې د همدې کسانو د وژل کېدو او ټپيانو په غبرګون کې يې له لسو بجو راهيسې د بغلان-کندوز لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
د چهارشنبې تېپې سيمې اوسېدونکي جاوېد د وري په ٢٨مه پژواک ته وويل چې د ذکي د کسانو په ډزو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي: (( خلک په غوسه شوي او د بغلان-کندوز لويه لار يې تړلې ده.))
خو بل لورته په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان سمونوال ذبيح الله غورځنګ پژواک ته وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې د ذکي د کسانو په ډزو کې ملکي خلک او که طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده هم وويل چې د چهارشنبې تېپې سيمې اوسېدونکي د بغلان-کندوز لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
هغه زياته کړه: (( دې خلکو غوښتنه کړې چې د ولايتي شورا غړي دې ورشي او د دوى غوښتنې دې واوري، ترڅو يې مشکل ته رسېدنه وشي.))
دغه راز قدرت الله ذکي پژواک ته وويل چې چهارشنبې تېپه په سيمه کې د ملکي خلکو کورونه نشته .
هغه وايي: (( په موږ طالبانو بريد کړى او موږ هم پرې ډزې کړې دي.))
ذکي زياتوي چې د طالبانو د بريد له امله يې درې موټر چلوونکي او دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن