کابل (پژواک،۲۸ وری ۹۷): د حکومت اجراييه رييس دولتي ادارو کې د ښځو پر زيات شتون د ټینګار ترڅنګ وویل چې د ملي یووالي حکومت ښځو ته د کارموندنې په برخه کې ځینې کارونه کړي، خو کافي نه دي.
ډاکټرعبدالله چې نن يې له پروموټ ( ښځو ته د کارموندنې فرصتونو برابرولو) پروګرام څخه د فارغ شوو زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې ښځو په تېرو کلونو کې ستونزې ګاللې دي، خو بیا هم ناهيلې شوې نه دي او دولتي ادارو کې د هغوی شتون د تېرو کلونو محرومیت جبرانوي.
نوموړي ښځې د هېواد نیمايي نفوس یاد کړ، ويې ویل: (( د هېواد د نیمايي وګړو له ګډون پرته هېڅ هېواد پرمختګ نه شي کولی، تاسو (ښځې) کولی شئ چې د اصلاحاتو، ښه کار، وړتیا، له فساد سره د مبارزې او تبعیض په برخو کې د یو ځواک په توګه راڅرګندې شئ.))
عبدالله، د پروموټ له یو کلن پروګرام څخه د ۴۰۰ نجونو او ښځو فراغت د هېواد راتلونکې ته ګټور وباله، ویې ویل: (( تاسو کولای شئ چې د کار چاپېریال کې د افغانستان راتلونکې لپاره د مثبت بدلون او هیلې یوه سرچينه واوسئ، له مختلفو ادارو غواړو چې د کارموندنې په برخه کې له تاسو سره همکاري وکړي.))
هغه هیله مندي وښوده چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان، د وړتیا اصل په لور حرکت وکړي او هرڅوک چې وړتیا لري د خپلوۍ له اړیکو پرته دنده ترلاسه کړي.
د حکومت اجراييه رييس وزګارتیا او کارموندنه د هېواد له جدي ستونزو څخه یاد کړل او ویې ویل چې د ملي یووالي حکومت د کارموندنې په برخه کې ځینې ګامونه اخیستې، خو لاهم کافي نه دي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون مشر نادر نادري، له اوږدې تیارې څخه وروسته د ښځو او نجونو فراغت او دولتي ادارو کې د هغوی ګډون اغېزمن وباله ویې ویل چې له دې وروسته به هیڅ تیاره د ښځو مخه ډب نه کړي.
نوموړي، په دولتي ادارو کې د ښځو پر لږ ګډون د نيوکې ترڅنګ زیاته کړه: (( ویل کېږي چې ښځې لوړ ظرفیت نه لري، خو ښځې لازمه وړتیا لري او باید د تبعیض کوونکو پر وړاندې ودرېږي.))
هغه په دولتي ادارو کې د ښځو جذب په تړاو د همکارۍ خبر ورکړ او ویې ویل چې تحريري ازموینه کې ښځو ته پنځه نومرې زیاتې ورکول کېږي چې په دې سره به دولتي ادارو کې د ښځو ګډون زیات شي.
د امریکا د متحده ایالاتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې استازې سوسن دي کیمپ وویل چې د ښځو پیاوړي کول د(login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن