کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٧) : د ملي امنيت سلاکار چين ته د سفر پر مهال به ددغه هېواد له مسوولينو سره پر امنيتي او اقتصادي همکاريو خبرې وکړي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او دستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د وري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت سلاکار نن له يوه پلاوي سره چين ته روان شو.
هغه زياته کړه چې نوموړى د چین د ولسي جمهوریت د ولسمشر د مرستیال وان کيشن په رسمي بلنه بېجنګ ته په رسمي سفر روان شوى دى.
د نوموړي په وينا، د دې سفر په ترڅ کې به د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د چین ولسي جمهوریت له لوړ پوړو سیاسي او امنیتي مقاماتو سره لیدنې او خبرې وکړي.
قادر شاه وايي چې اتمر به د دې درې ورځني سفر په اوږدو کې د سولې په بهیر کې د چین د سیاسي مشرتابه پر همکاریو، له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه، د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا او د اقتصادي اړیکو پر بهبود د یاد هېواد له سیاسي مشرتابه سره بحثونه ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن