ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ارګ ناويلي” کتاب مخکتنه وشوه

“د ارګ ناويلي” کتاب مخکتنه وشوه

author avatar
18 Apr 2018 - 16:58
“د ارګ ناويلي” کتاب مخکتنه وشوه
author avatar
18 Apr 2018 - 16:58

کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٧): "د ارګ ناويلي" کتاب مخکتنه وشوه چې په کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ یادښتونه شننه او ارزونه شوې ده.

دغه اثر چې د کابل پوهنتون د استاد او د ملي تحريک د مشر استاد پوهاند محمد اسمعیل یون له خوا لومړى په پښتو ژبه لیکل شوى اوس دري ژبې ته اړول شوى، څه باندې ۸۰۰ مخه دی او په کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ یادښتونه شننه او ارزونه شوې ده.

د دغه کتاب په منځپاڼګه کې یو شمېر داسې موضوعاتو ته اشاره شوې چې لا تر دې دمه پرې بحث او خبرې نه وې شوې.

د کتاب د مخکتنې دا غونډه د وري په ٢٩مه، افغانستان ملي تحریک جوړه کړې وه چې په کې ګڼو سیاسي څېرو او فرهنګي شخصیتونو برخه لرله.

د غونډې وینا والو د استاد پوهاند محمد اسمعیل یون اثر د ارګ ناویلې خبرې یو مهم سیاسي اثر وباله او په لوستو او ترې په زده کړو یې ټینګار وکړ.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند په خپله وينا کې دوى د ارګ ناویلې خبرې د کتاب موضوع او محتوا له پلوه خورا ارزښتمن وګاڼه او زیاته یې کړه چې د دغه کتاب په محتوا کې ټول بیان شوي مسایل مهم دي.

د خالد سادات په نامه بل ويناوال د کتاب لیکلو په برخه کې د یون هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د دغه کتاب لوستونکي به پر تېر او روان حالت ښه ارزونه وکړي.

هغه زياته کړه، په افغانستان کې په تېرو څلور لسیزو کې د هېواد سیاسي پېښو او حالاتو په باب ګڼ شمېر کتابونه لیکل شوي، په دې اثارو کې کم شمېر داسې اثار شته چې لیکوال دې له لومړي لاس سرچينو څخه کار اخیستی وي، یا دې په خپله د پېښو عیني شاهد وي، هر څه یې له نږدې کتلي او اورېدلي وي، خو د استاد پوهاند محمد اسمعیل یون اثر د ارګ ناویلې خبرې کتاب محتوا په ټولو هغو مسایلو ورټوله ده چې لومړی لاس توکي دي او لیکوال له نږدي کتلي او اورېدلي دي.

د دغه کتاب په مهمو موضوعاتو کې:

• څلورنيم ميليونه جريبه ځمکه چا غصب کړه؟

• شېرپور څنګه چور شو؟

• زړې افغانۍ څنګه پر نوو افغانيو بدلې شوې؟

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.