ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل په کوهستانات کې ږلۍ زرګونه مېږې او وزې مړې کړې دي

د سرپل په کوهستانات کې ږلۍ زرګونه مېږې او وزې مړې کړې دي

author avatar
18 Apr 2018 - 13:43
د سرپل په کوهستانات کې ږلۍ زرګونه مېږې او وزې مړې کړې دي
author avatar
18 Apr 2018 - 13:43

سرپل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٧): تېره شپه د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې نږدې نيم متر واوره او ږلۍ ورېدلې او له امله يې باغونو ته د زيان اړولو تر څنګ، زرګونه مېږې او وزې مړې شوې دي.

د کوهستانات ولسوال تاج الدين ملک زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلکو د وچکالۍ له امله د سرپل له بېلابېلو سيمو او بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو رمې کوهستانات ته د څرولو لپاره بيولې وې.

هغه وايي، اټکل کېږي چې کوهستانات ته د بيول شوو مېږو او وزو شمېر به سلو زرو ته رسېږي.

ده وويل چې تر اوسه يې کره شمېرې نه دي ترلاسه کړې، خو ږلۍ او واورې په زرګونو مېږې او وزې مړې کړې دي.

ولسوال وويل چې د ږلۍ او واورې له امله د خلکو باغونه هم سخت زيانمن شوي؛ ځکه چې د ونو ګلونه يې رژولي دي.

د کوهستانات د چراس سيمې شورا مشر حاجي محمدالدين هم د ولسوال څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې تېره شپه د کوهستانات په غرنيو او هغو سيمو کې چې رمې ور وستل شوې، له ٣٠ تر ٤٠ سانتي متره واوره او ږلۍ ورېدلې او له امله يې ډېرې مېږې او وزې مړې شوې دي.

دغه راز دى وايي چې د یادې ولسوالۍ په ځينو نورو سيمو کې هم تر لس سانتي متره ډېره ږلۍ ورېدلې ده.

ولسوال او محمدالدين دواړه له خيريه موسسو غواړي چې له زيانمن شوو خلکو سره اړينې مرستې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.