ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسيون: په څلورو ورځو کې ۷۶زره کسانو نوم لیکنه کړې ده

د ټاکنو کمېسيون: په څلورو ورځو کې ۷۶زره کسانو نوم لیکنه کړې ده

author avatar
18 Apr 2018 - 14:28
د ټاکنو کمېسيون: په څلورو ورځو کې ۷۶زره کسانو نوم لیکنه کړې ده
author avatar
18 Apr 2018 - 14:28

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د ټاکنو لپاره د خلکو نوم ليکنه ورځ په ورځ ډېرېږي، په تېرو څلورو ورځو کې په ټول هېواد کې د ۱۸۴۵۰ښځو په ګډون له ۷۶زره ډېرو کسانو  خپل نومونه ثبت کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل د ټاکنو او د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير په اړه منفي نظرونو مطرحول د هېواد په ګټه نه دي او خلک بايد هر څه ته په منفي نظر ونه ګوري.

نوموړي د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې مرکزونو کې د نوم ليکنې لپاره د خلکو د شتون له ډېرېدو خبر ورکړ او ويې ويل: "د رايه ور کوونکو د نوم ليکنې شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او د دوی د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې په ټول هېواد کې له ۷۶زرو ډېرو کسانو خپل نومونه ليکلي چې تر ۱۸۴۵۰ډېرې يې ښځې دي او ۱۲۵۰يې کوچيان او يو هندو دی."

د ټاکنو کمېسيون دغه چارواکی وايي چې د امنيتي بنسټونو چارواکو او قومي مشرانو ژمنه کړې چې په ټاکنو کې به د امنيتي ګواښونو او زورواکو د لاسوهنې مخه نيسي او هېچا ته به د درغلۍ اجازه ور نه کړي او د رايې  ورکونې مرکزونو امنيت به تامين کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې وړاندې په ټول هېواد کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پروګرام پيل شو.

ولسمشر او اجرائيه رييس په شمول ګڼ شمېر دولتي چارواکو په کابل کې نومونه وليکل او له خلکو يې وغوښتل چې په دغه بهير کې په پراخه توګه ګډون وکړي.

خو اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې په بهير کې د خلکو په ځانګړې توګه ښځو شتون پيکه دی او بايد په دې اړه د خلکو د شتون لپاره د هڅونې پروګرامونه جوړ شي.

له بلې خوا ټاکنيز بنسټونه هم په ټاکنو کې د احتمالي درغلۍ په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ "ټيفا " مشر نعيم ايوب زاده د رڼو، سراسري او باوري ټاکنو ترسره کېدل د ټاکنو شريکانو له همکارۍ سره مشروط وبلل او ويې ويل چې که ټاکنيز شريکان خپل رول په ښه توګه ادا کړي، خلک به د نسبتاً رڼو ټاکنو شاهدان و اوسي.

هغه پر سياسي ګوندونو په نيوکې سره وويل: "که سياسي ګوندونه هېڅ کار ونه کړي او هر څه کمېسيون ته پرېښودل شي او څارونکي بنسټونه همکاري ونه کړي، ډېره به سخته وي چې د رڼو ټاکنو شاهدان و اوسو."

نوموړي دې ته په اشارې سره چې سياسي ګوندونه او څارونکي بنسټونه بايد يوازې نيوکه ونه کړي، زياته يې کړه: "موږ  په راتلونکو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ، په ډېټابيس کې د لاسوهنې، خيالي مرکزونو د شتون، زور واکانو او امنيت نه شتون په اړه اندېښمن يو."

له بلې خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې"فيفا " اجرائيه مشر يوسف رشيد هم د زور واکانو او نا امنۍ شتون د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې يوه ستونزه وبلله او ويې ويل چې ټول ددې شاهدان دي چې د رايې ورکونې سلګونه مرکزونه ددولت له کنټره بهر دي او سلګونه نور مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي چې دغه وضعيت په ټاکنو کې د خلکو ونډه محدودوي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.