چاريکار (پژواک، ۲۹ وری ۹۷): نا پېژاندو کسانو نن سهار د پروان ولايت د مرکز چاريکار ښار له لومړۍ ناحيې يو ۱۳کلن ماشوم وتښتاوه.
د پروان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونمل فرهاد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ۱۳کلن محمد اسماعيل نن سهار ۵:۳۰ بجې په داسې حال کې په تورو ښيښو لرونکي موټر کې ناستو نا پېژاندو کسانو وتښتاوه چې له خپل کوره د تعليم القران کورس پر لور روان و.
هغه وويل چې محمد اسماعيل د چاريکار ښار د استقلال ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی دی او پلار يې موټر چلوي.
هاشمي وايي چې تر اوسه د ياد ماشوم د تښتولو انګېزه نه ده معلومه او پوليس هڅه کوي چې دغه ماشوم د تښتوونکو له منګولو و ژغوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن