کندهار ښار (پژواک، ٢٩ ورى ٩٧) : چارواکي وايي چې په کندهار ښار کې د يوې چاودنې له امله د چټک غبرګون قطعې قوماندان وژل شوى دى.
ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د وري په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا نهه نيمو بجو د څلورمې ناحيې اړونده د فابريکې سراى په سيمه کې شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې د دې ولايت د سرحدي پوليسو د چټک غبرګون قطعې د قوماندان حاجي ماما پر موټر د چسپکې ماين چاودنه شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې حاجي ماما او يو ساتونکى يې وژل شوي او درې نور پوليس ټپيان دي.
وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى دى، ددوى وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې په دې چاودنه کې دغه قوماندان له شپږو پوليسو سره وژل شوى.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په کندهار ښار کې غلچکي بريدونه او د ترور پېښې يو ځل بيا زياتې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن