کابل (پژواک، ٢٩ ورى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د خدمتونو او طرحو د قدردانۍ په موخه، نوموړي ته لومړۍ درجه تقدیرنامه ورکړه.
له ارګه د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې مناسبت نیول شوو مراسمو کې د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ولسمشر حکم ولوست.
په حکم کې راغلي وو چې انجنیر روښان ولسمل د کندهار ښاروالۍ د چارو سنبالولو او لا ښه سمون په موخه د کړنلارو، پلانونو او پالیسیو جوړولو او تطبیق په برخو کې ښې هڅې او د قدر وړ خدمتونه کړي.
ولسمشر په خپلو خبرو کې ويلي، کندهار او افغانستان ته د کندهار د ښاروال خدمتونه او فعالیتونه کندهاریانو، ټولو افغانانو او ماته د ولسمشر په توګه د قدر وړ دي.
هغه زیاته کړه، د نوموړي د تېرو خدمتونو تر څنګ راتلونکې طرحې هم ارزښتناکې دي.
هغه څرګنده کړه، د کندهار د ښاروال په نوښت به د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي لوی احمدشاه بابا پخوانی کور د هغه د کورنۍ په موافقه د ارګ په انسجام کې راشي او د افغانستان ولس د دغه تاریخي ځای د خوندي کولو لپاره اړوندو مسوولینو ته د مالي امکاناتو د برابرولو لارښوونه وکړه.
د ولسمشر وویل، د کندهار ښاروال په مستقیم مدیریت او د کندهار د ولسونو په غوښتنه به د عمربن خطاب جامع جومات د رغولو چارې په اساسي توګه بشپړې شي.
هغه د کندهار ښاروال طرحو او نوښتونو ته په اشارې وویل، ستاسو له هلو ځلو او لاسته راوړنو مننه چې د ولس په ګډون او مالي مرسته مو احمدشاهي واټ په پاخه او اساسي توګه جوړ کړ.
نوموړي ټینګار وکړ چې د لوی احمدشاه بابا د لید مطابق باید کندهار پر داسې ښار بدل شي چې د علم، پوهې او ژوند اساس ولري.
د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل له ولسمشره له دې امله مننه وکړه چې د لومړۍ درجې تقدیرنامې په ورکولو سره یې د ده هلې ځلې او خدمتونه وستایل.
هغه زیاته کړه: ((ستاسو تقدیر او هڅونه موږ ته د لا ښه خدمت او فعالیت روحیه او انرژي راکوي.))
نوموړي ژمنه وکړه چې د ولسمشر په لارښوونه او ملاتړ به د کندهار ښاریانو، هېواد او هېوادوالو ته په پوره صداقت خدمت وکړي او ور سپارل شوې چارې به په ښه توګه او امانتدارۍ ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن