کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۷): د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې بهير ځکه پيکه دی چې ځيني خلک د امنيتي ګواښونو له امله نه غواړي چې پر تذکرو يې نښه (سټېکر) ولګول شي.
د وري په ۲۵مه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره چې د روان کال د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، نوم ليکنه پيل شوې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۶زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.
د رايې ورکوونکو له نوم ليکنې وروسته، د دوی پر تذکرو نښه (سټېکر)لګول کېږي.
خو په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزيې کوفي د جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې پر تذکرو د سټېکر لګول او د نوم ليکنې په اړه د عامه پوهاوي نه شتون به پر دغه بهير منفي اغېزه وکړي.
د هغه په وينا، ځيني کسان د دولت د وسله والو مخالفينو د ګواښ له امله نه غواړي چې خپل نومونه وليکي؛ ځکه د دوی تذکرې په نښه کېږي او له مخې يې د دولت وسله وال مخالفين هغه کسان چې خپل نومونه يې ليکلي، پېژني.
نوموړې دغه راز وويل: "د خلکو د نوم ليکنې د پيکه توب يو دليل دا دی چې خلک نه غواړي د يوه نوماند او ټاکنو د پروسې لپاره خپل ځانونه قربان کړي."
وسله والو طالبانو له خلکو غوښتي چې د نوم ليکنې په بهير کې دې ونډه نه اخلي.
د کندوز د خلکو استازې شکريې پيکان د کوفي د خبرو په تاييد سره وويل چې پر تذکرو د نښې (سټېکر) لګولو د خلکو لپاره ستونزې رامنځته کړې او طالبانو په کندوز کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې نومونه دې نه ليکي.
د هلمند د خلکو استازي عبدالحي اخندزاده وويل: " طالبانو په هلمند کې خلکو ته ويلي چې که د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي، په تېرو ټاکنو کې يې ګوتې پرې کړې، خو په دا ځل به اعدام شي."
د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو هم د پر تذکرو د ثبت پاڼو لګولو په اړه ورته نظرونه درلودل او د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام د پراخېدو غوښتنه يې وکړه.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل چې نوم ليکنه د تېرو ټاکنو له نوم ليکنې سره توپير لري او اړتيا ده چې خلکو ته په دې اړه لازم پوهاوی ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن