ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو د ښوونځیو درسي بهیر ټکنی کړی

پکتیکا کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو د ښوونځیو درسي بهیر ټکنی کړی

author avatar
18 Apr 2018 - 16:27
پکتیکا کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونو د ښوونځیو درسي بهیر ټکنی کړی
author avatar
18 Apr 2018 - 16:27

ښرنه (پژواک، ٢٩ ورى ٩٧): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې يو شمېر ښوونځي له دې امله تړل شوي چې د ټاکنو کمېسيون له لوري په يادو ښوونځيو کې د نوم ليکني مرکزونه جوړ شوي دي.

د مرکز ښرنې ښار د عمبرخېلو کلي اوسېدونکي سيد اکبر د وري په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هلته د فاطمه زينب د نجونو ښوونځی له تېرو پنځو ورځو راهيسې تړل شوى دى.

هغه زياته کړه، په دې ښوونځي کې د ټاکنو کمېسيون له لوري د نوم ليکنې مرکزونه جوړ شوي او امنيتي ځواکونو يې امنيت نيولى دى.

د نوموړي په وينا، د دې تر څنګ په درسي خونو کې هم د نوم ليکنې مامورين ناست دي، چې له امله يې خلک خپلې لوڼې ښوونځي ته نه لېږي.

سيد اکبر وايي، دوی ته وسله والو طالبانو هم ګواښ کړی چې له ښوونځي دې د نوم ليکنې مرکزونه وباسي.

د مرکز اړوند د خواجه خېلو لېسې مدير بخت محمد پژواک ته وويل چې د دوی په لېسه کې د ټاکنو د کمېسيون د نوم ليکنې مرکزونه جوړ شوي چې له امله يې د زده کوونکو شمېر سم نيمايي کم شوی دی.

هغه زياته کړه: ((له يوې خوا د ياد کمېسيون د نوم ليکنې مسوولينو را څخه څلور ټولګي نيولي، شاګردان تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، بل پلو خلک خپل ماشومان ښوونځيو ته نه لېږي او ورسره وسله والو طالبانو هم ګواښلي يو، خو غږ مو څوک نه اوري.))

سرچينې له دولته غوښتنه وکړه چې ياد مرکزونه دې له ښوونځيو بهر کړي.

په ښرنه کې د الجهاد لېسې امر احمد خان هم پژواک ته وويل چې ښوونحى يې تړل شوی نه دی خو د نوم ليکنې د مرکزونو له امله يې د زده کوونکو په شمېر کې کموالی راغلی.

د مرکز ښرنې د ملايانو کلي اوسېدونکي محمدالله چې په الجهاد لېسه کې زده کړې کوي، پژواک ته وويل چې کورنۍ يې ځکه له ښوونځي منع کړی چې پرې بريد ونه شي.

بل پلو د پکتيکا د پوهني رييس محراب الدين شفق پژواک ته ومنله چې د ټاکنو د نوم ليکنې مرکزونو په يو شمېر ښوونځيو کې ستونزې را ولاړې کړې دې.

هغه زياته کړه چې دغه مرکزونه د مرکز اړوند په شپږو لېسو کې جوړ شوي خو دوی په دې اړه يوناما او نورو مسوولو ادارو سره خبرې کړې څو ورته د حل لار ولټوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.