ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيې قوماندان: په کابل ښار کې دوه نور امنيتي کمربند جوړېږي

امنيې قوماندان: په کابل ښار کې دوه نور امنيتي کمربند جوړېږي

author avatar
19 Apr 2018 - 16:09
امنيې قوماندان: په کابل ښار کې دوه نور امنيتي کمربند جوړېږي
author avatar
19 Apr 2018 - 16:09

 کابل(پژواک،۳۰وری۹۷): د ۱۰۱اسمايي زون قومانداني په کابل کې د ۵۰سلنه جرمونو د کمېدو خبر ورکړ او وايي چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل ښار کې د لا غوره امنيت د ټينګښت  په موخه دوه نور امنيتي کمربندونه رامنځ ته شي.

 د کابل د ۱۰۱اسمايي زون  قوماندان مل پاسوال محمد داوود امين چې نن يې په کابل کې په درېيو وروستيو مياشتو کې د پوليسو د لاسته راوړنو په اړه يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل چې په دغه ولايت کې د تېرو درېيو مياشتو په پرتله ۵۰سلنه جرمونه کم شوي دي.

 نوموړي د جرمونو کمېدو دليل، د ۲۱۰کوڅه ډبو کسانو را ټولول، کابل ښار ته د راغلو ټولو لارو بندول او کنټرولول ، د تلاشۍ ځايونو رامنځ ته کول او د کابل د پوليسو د کړنو څارنه وبلله او زياته يې کړه چې د هغو کوڅه ډبو کسانو را ټولولو لړۍ به دوام ولري چې د کابل د اوسېدونکو د ځورېدو لامل ګرځي.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې د کابل د پوليسو د شپې او ورځې خدمتونو له امله، د يو موټر بم ځانمرګي بريد او له ۲۰ ډېرو ځای پر ځای شويو چاودېدونکو  توکو د چاودنې مخه نيول شوې ده.

مل پاسوال امين وويل چې په ياده شوې موده کې،د هاوان، توپ، راکټ سل مرمۍ او چاودېدونکي توکي، ۳۲ميله تومانچې،۹ميله کلاشينکوفونه او يو ميل پيکا ماشيندار نيول شوي دي.

 نوموړي وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې د تښتونې، وژنې، د موټرو او کورونو وسله والې غلاوې، غير قانوني وسلې ګرځولو، دوکې او لارې شکولو په شان بېلا بېلو جرمونو په تور ۲۸۵کسان نيول شوي  چې د ۹ ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۱۲۴تنه په رسمي توګه څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

 هغه دغه راز وويل چې په تېرو دوو مياشتو کې، د کابل ښار له بېلا بېلو سيمو څخه کابو دوه زره کسان راټول کړل شوي او د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د کابل امنيې قوماندان، د  کار او ټولنيزو چارو او عامې روغتيا وزارتونو څخه وغوښتل چې دغو کسانو ته دې د کار زمينه برابره کړي، څو هغوی بېرته پر نشه روږدي نه شي.

 نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د يوې موافقې له مخې هغه موټر او خلکو  د تلاشۍ مسووليت چې کابل ښار ته داخلېږي،د کابل ملي اردو ۱۱۱فرقې ته سپارل شوی او دغه فرقه ټول هغه موټر او خلک تلاشي کوي چې د کابل ښار ته داخلېږي.

قوماندان دغه راز زياته کړه چې په کابل ښار او ولسواليو کې دوه نور امنيتي کمربند هم جوړېږي او زياته يې کړه چې د ياد شوو کمربندونو په جوړېدو سره به هېڅوک له تلاشۍ پرته کابل ښار ته نه شې داخلېدای.

امين په کابل ښار کې د تورو ښيښو او پليټ پرته موټرو او غير قانوني وسلو ګرځولو په اړه وويل چې د وسلو ټولولو، د موټرو د تورو ښيښو پاکولو او پليټ پرته موټرو درولو په موخه کمپاين دوام لري او د هېچا مراعات نه کېږي.

 نوموړي په دغه ناسته کې د ترياکو، چرسو، الکولي څښاکو، k  ګوليو او نورو په ګډون د يوې اندازې نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ او ويې ويل:" که د نشه يي توکو او نشه يي توکو د قاچاقبرو پروړاندې په سمه توګه مبارزه وشي او د چاقاق او پلورلو مخه يې ونيول شي، جنايي جرمونه به تر دې ډېر کم شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.