هرات(پژواک،۳۰وری۹۷): په هرات کې د خوښۍ په ډزو کې څلورکسان ټپيان شوي او ددغو ډزو، غلان او ورانکارۍ په تور ۱۳تنه ونيول شول.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق وايي،دغه څلورتنه چې يو يې ماشوم او درې سړي دي، تېره شپه د هرات ښار په بېلا بېلو برخو کې د خوښۍ ډزو له امله ټپيان او د هرات حوزوي روغتون ته راوړل شوي دي.
د محمد اسماعيل خان په مشرۍ د هرات مجاهدين له روسانو سره تر کلونو جګړو وروسته د ۱۳۷۱ کال د وري په۲۹مه نېټه د هرات ولايت مرکز ته داخل او ددغه ولايت کنټرول يې ترلاسه کړ، چې دغه ورځ هر کال د جشن په توګه نمانځل کېږي او تېره شپه د هرات يو شمېر اوسېدونکو ددغې ورځې په مناسبت د خوښۍ ډزې وکړې.
په ورته وخت کې د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې ددغو ډزو په تړاو پنځه کسان نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.
له بلې خوا د هرات پوليسو ويلي چې اته تنه يې د وسله والو غلاوو او د طالبانو ډلې د غړيتوب په تور نيولي دي.
د هرات د پوليسو وياند پژواک ته وويل چې دغه شمېر کسان په هرات ښار او پښتون زرغون ولسوالۍ کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې نيول شوي دي.
د ولي زاده په وينا، په دغو کسانو کې پنځه تنه هغه وسله وال غله هم شامل دي چې په هرات ښار کې د څو وسله والو غلاوو په تړاو تورن دي.
له بلې خوا د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوال نور اقا سامي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېر مازيګر ددغې ولسوالۍ په شاهي خېل کلي کې يو تن وژلی او يو بل يې له ځان سره بېولی دی.
د نوموړي په وينا، ياد شوي دواړه کسان غريبکار وو.
د نوموړي په وينا،د شاهي خېل کلي کنټرول له طالبانو سره دی او نا امنه سيمه ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن