ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمنديانو د سوله غوښتنې غږ تر دايکنډي ورسېد

د هلمنديانو د سوله غوښتنې غږ تر دايکنډي ورسېد

author avatar
19 Apr 2018 - 17:09
د هلمنديانو د سوله غوښتنې غږ تر دايکنډي ورسېد
author avatar
19 Apr 2018 - 17:09

نيلي(پژواک، ٣٠ ورى ٩٧): د دايکنډي ولايت لسګونو اوسېدونکو د هلمنديانو د سوله غوښتونکي حرکت څخه ملاتړ وکړ او له ښکېلو خواوو يې وغوښتل چې له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخلي او د افغانانو د سوله غوښتنې غږ ته لبيک ووايي.

د دايکنډي دغو اوسېدونکو نن د ولايت په مرکز کې په هېواد کې  د سولې او امنيت راتلو لپاره لاريون وکړ او د (موږ سوله غواړو)، ( له جګړې ستړي يو) او (نوره جګړه بس ده) شعارونه يې ورکول.

د دايکنډي د ولايتي شورا غړي او د لاريون ګډونوال غيرت علي جواهري پژواک ته وويل:((زموږ موخه د هلمند د خلکو له سوله غوښتونکي حرکت څخه ملاتړ دى.))

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي او له ښکېلو خواوو په يوه غږ غواړي چې اوربند وکړي او خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د يونس رووفي په نوم د لاريون يوه ګډونوال له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، له سولې پروسې سره يو ځاى شي، له وژنو او وينو تويولو لاس واخلي. هغه زياته کړه چې د هلمنديانو د سوله غوښتنې حرکت د افغانستان د ټولو خلکو ملاتړ لري، ځکه چې ټول خلک له جګړې ستړي دي او سوله غواړي.

دغو معترضانو يو پرېکړه ليک هم ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي دي:(( موږ د هلمند، فراه او کندهار ولايتونو له سوله ييزو اعتراضونو ملاتړ کوو، له وسله والو ډلو چې ځان افغان بولي، غواړو چې د افغانستان د خلکو سوله غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي، جګړې او تاوتريخوالي ته د پاى ټکى کېږدي.))

څه موده وړاندې د هلمند يو شمېر اوسېدونکو چې ښځې هم په کې وې، په لښکرګاه ښار کې له ځانمرګي بريد وروسته چې د لسګونو تنو د مرګ ژوبلې سبب شو، د سولې خېمې په درلو سره يې په هېواد کې د امنيت غوښتنه وکړه او  د هېواد په نورو برخو کې يې هم ملاتړ  وشو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.