ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان ښار کې هم د سولې خېمه ودرول شوه

په ميدان ښار کې هم د سولې خېمه ودرول شوه

author avatar
19 Apr 2018 - 14:05
په ميدان ښار کې هم د سولې خېمه ودرول شوه
author avatar
19 Apr 2018 - 14:05

ميدانښار (پژواک، ٣٠ ورى ٩٧) : د ميدان وردګو ولايت ځوانانو او مدني فعالانو هم په هېواد کې د سولې او ثبات په موخه د پرلت خېمه ودروله.

ددې ولايت دځوانانو په استازيتوب نجي الله سمون د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د سولې او ثبات لپاره خېمه درولې او د سولې ددې هڅو ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه،د څلورو لسيزو جګړو هېوادوال سخت ځپلي او اوس ددې وخت رارسېدلى چې ټولې غاړې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړي د جګړو پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د حقيقي سولې لپاره هلې ځلې وکړي او جګړه دې بنده کړي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي ډاکتر عصمت الله عاصم چې په دې خېمه کې ناست و، پژواک اژانس ته وويل چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د سولې د خبرو اترو لپاره  ژر تر ژره اوربند اعلان کړي.

نوموړي زياته کړه، هره ورځ له دواړو غاړو افغانان وژل کېږي او دا حالت نور خلکو ته د منلو وړ نه دى.

هغه هم د اوربند او جګړې بندولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې اوربند سره د سولې خبرو لپاره زمينه برابرېږي.

د ميدان وردګو د پرلت خېمې ته ددغه ولايت مرستيال او ګڼ شمېر رييسان او قومي مشران هم راغلي وو.

د ولايت مرستيال محمد امين مبلغ ګډونوالو ته وويل، دا يوه مثبته پروسه ده چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې پيل شوې ده.

هغه له ځوانانو څخه وغوښتل، هېچا ته دې اجازه نه ورکوي چې ددوى له هلو ځلو او شعارونو څخه ناوړه استفاده وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.