ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډنډپټان کې د پاکستان له خوا جوړې شوې پوستې  افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

ډنډپټان کې د پاکستان له خوا جوړې شوې پوستې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

author avatar
19 Apr 2018 - 11:43
ډنډپټان کې د پاکستان له خوا جوړې شوې پوستې  افغان ځواکونو ته وسپارل شوې
author avatar
19 Apr 2018 - 11:43

ګردېز(پژواک،٣٠ورى٩٧):د پکتيا ولايتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ډنډپټان سرحدي ولسوالۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو د پاکستاني ځواکونو له لوري جوړې شوې پوستې  افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستاني ځواکونو د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرکي کنډو او توپ سر سيمو کې د افغانستان په خاوره کې دوه پوستې جوړې کړې وې.

هغه وايي چې تر دوه ورځو بحثونو وروسته پاکستاني لوري دغه پوستې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

حسرت وايي چې له تېرو شاوخوا درېيو کلونو راهيسې په دغه سيمه کې وسله وال طالبان حاکم و او د دوی شتون پاکستاني لوري ته د دې زمينه برابره کړې وه چې په غير اصولي ډول پوستې جوړې کړي.

نوموړي زياته کړه چې پاکستاني ځواکونو د پولې په ډېره سيمه اغزن تار تېر کړی، خو ياد ځايونه يې د وسله والو طالبانو د تګ، راتګ او اکمالاتو لپاره ازاده پرېيښي و.

نوموړي وويل: ((وسله والو طالبانو دا زمينه سازي کړې وه چې پاکستانيان دېخوا را واوړي او پوستې جوړې کړي. کله چې موږ دا ځايونه ونيول، دوی ته مو د ديپلوماتيکو اصولو له مخې خبر ورکړ، چې تاسو دې خوا ته تخطي کړې ده او که په وخت مو اقدام ونه کړ، نو عواقب يې بد کېدلی شي؛ نو هغوی خبرې پيل کړې او له دوه ورځو خبرو وروسته يې دا پوستې ټولې کړې او سيمه يې افغان ځواکونو ته وسپارله.))

خو د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال فضل خدا ابراهيم خېل وايي چې دغه پوستې د افغانستان په خاوره کې نه وې، خو صفري نقطې ته نږدې وې.

ابراهيم خېل پژواک ته وويل چې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو مخالفينو د لارو له بندولو وروسته پاکستاني لوري غوښتل په دې ځای هم اغزن تار تېر کړي، خو دوی يې مخه نيولې ده.

دی وايي:((دا صفري نقطه وه، موږ اوس هم په دې سيمه کې يو، هغوی غوښتل چې سيم خاردار تېر کړي، خو د فشار په مقابل کې خبرو ته حاضر شول او سيمه يې پرېښوده.))

د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی هم دا خبره کوي او وايي چې پاکستانيان صفري نقطې ته رامخکې شوي وو، خو له مذاکراتو وروسته يې سيمه پرېښوده.

ځاځي وويل: ((صفري نقطې ته رامخکې شوي و، بيا په دې ور سره وغږېدو او ورته ومو ويل چې دا به شاته کړئ، منځ کې صفري نقطه به پرېږدئ او خپل حد ته به تاسې هم ورسېږئ. اوس هلته په سرحد د پاڅون کوونکو او امنيتي ځواکونو پوستې جوړېږي.))

پکتيا په جاني خېل، پټان او ځاځي اريوب ولسواليو کې له ګاونډي پاکستان سره شاوخوا ۴۲ کيلومتره فرضي پوله لري، چې غرنۍ او ځنګلونو پوښل شوې سيمه ده او ډېری وخت پرې د افغان دولت وسله وال مخالفين تګ، راتګ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.