شبرغان(پژواک،٣١ورى٩٧): د فارياب په درزاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه کې ١٢ داعش وسله وال او درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تيره شپه په درزاب کې د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې ده.
د هغه په وينا جګړه وروسته تر هغه پيل شوه چې داعش وسله والو د ولسوالۍ ودانې ته څيرمه د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړل.
هغه وايي چې په دې جګړه کې ١٢ داعش وسله وال او درې سيمه ييز وژل شوي او اووه داعش وسله وال او دوه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
خو بل لورته درزاب کې د ملي اردو يو تن سرتيري د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل: (( موږ په بد حالت کې يو، د څښاک اوبو، خوراکي مواد، تجهيزاتو او پرسونل له کمښت سره مخ يو او مخالفينو هم کلابند کړي يو.))
ده وويل چې يادى ستونزې دوى څو ځلى له چارواکيو سره شريکې کړي خو څوک يې ستونزو ته رسيدنه نه کوي.
دغه راز د فارياب د ولايتي شورا غړى حليمه صدف هم وايي چې په درزاب کې امنيتي ستونزې ډيرې شوي دي.
دې وويل که چيرې په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړين تدابير ونه نيول شي نو دغه ولسوالۍ به داعش وسله وال ونيسي.
د يادونې وړ ده چې درزاب د شبرغان ښار لويديځ ته په ١٠٥ کيلومټرۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې ډيرې سيمې له وسله وال مخالفينوسره دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن